په وان کې د ۲۸ افغان کډوالو جسدونه د لېږد په تمه پاتې دي

په ترکیه کې د افغان ځوانانو د فرهنګي یووالي ټولنه وايي، د نومبر له لومړۍ ورځې تر ۲۳مې پورې د ایران او ترکیې ترمنځ په سرحدي سیمو کې لږ تر لږه ۱۶۰ افغان کډوال ورک شوي او نږدې ۳۴ نور مړه شوي دي. د ټولنې په وینا، د ۲۸ کسانو جسدونه لا هم د ترکیې د وان ولایت په یوه روغتون کې پراته دي او افغانستان ته د لېږد په تمه دي.
د دغې ټولنې مسوول سید حامد سادات ازادي راډیو ته ویلي، تر اوسه شپږ جنازې افغانستان ته انتقال شوې دي، خو پاتې جسدونه که ژر ونه لېږدول شي، ښايي د ترکیې له خوا د بېوارثه مړو په توګه خاورو ته وسپارل شي. هغه وايي، له افغان سفارت سره یې د موضوع په اړه اړیکه نیولې او د کورنیو اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي.
د کندز اوسېدونکي صفي ناصري د خپل ۱۹ کلن اوښي، حامد، د مړینې کیسه هم بیان کړې ده. د ناصري په وینا، حامد غوښتل له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره له ایران څخه ترکیې ته ولاړ شي، خو د چالدران په سرحدي سیمه کې یې ژوند له لاسه ورکړ. نوموړي وویل، حامد شاوخوا ۴۵ ورځې د پولې په شاوخوا کې پاتې شوی و او وروسته د یوه قاچاقبر له لارې د هغه د مړینې خبر ورسېد.
ناصري ادعا کوي چې د حامد د جسد د انتقال په بدل کې ترې ۸۰ میلیونه ایراني تومان غوښتل شوي، خو له پیسو لېږلو وروسته هم جسد ور ونه سپارل شو. د هغه په خبره، کورنۍ وروسته د حامد جسد د ایران د چالدران په یوه مړو ساتلو خونه کې وموند او د افغانستان د سفارت په همکارۍ یې کندز ته ولېږداوه. حامد د نومبر پر ۱۵مه خاورو ته وسپارل شو.
په افغانستان کې ځینې کورنۍ وايي، خپلوان یې د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته د ناقانونه سفر پر مهال ورک شوي دي. د کابل اوسېدونکي نورالرحمان ویلي، د هغه د ماما ۲۲ کلن لمسی شاوخوا ۴۰ ورځې مخکې له کوره وتلی او له دې وروسته یې اړیکه پرې شوې ده. د ننګرهار یوه اوسېدونکي هم ویلي، ورور یې په همدې لاره کې ورک شوی او کورنۍ یې تر اوسه د هغه له برخلیک څخه بې خبره ده.
د ورکېدو او مړینې د لاملونو په اړه بېلابېل روایتونه خپاره شوي دي. د ترکیې «وان خبر» ورځپاڼې د نومبر پر اوومه د وان په اوزالپ ولسوالۍ کې د اتو افغانانو د جسدونو د موندل کېدو راپور ورکړی او احتمال یې ښودلی چې هغوی په یوه پرېښودل شوي کور کې د کاربن مونو اکساید ګاز له امله مړه شوي وي. خو د افغان ځوانانو ټولنه وايي، ځینې کسان له پولې بېرته شړل شوي او د سختې واورې او یخنۍ له امله مړه شوي دي. ازادي راډیو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.
ازادي راډیو وايي، د افغانستان له سفارت او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه یې د معلوماتو غوښتنه کړې، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی. د ایران او ترکیې حکومتونو هم تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.