په هرات کې ۱۲۰ راستنو شویو کورنیو ته د سرپناه جوړولو لپاره نغدي مرسته

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې له ایران او پاکستانه راستنو شویو شاوخوا ۱۲۰ کورنیو ته د سرپناه جوړولو او د زیانمنو کورونو د بیا رغولو لپاره نغدي مرستې وېشل شوې دي.
د هرات د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، د کډوالۍ نړیوال سازمان په همکارۍ ټولټال ۱۸ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده. د معلوماتو له مخې، ۷۰ کورنیو ته د نوې سرپناه جوړولو او ۵۰ نورو کورنیو ته د خپلو کورونو د بیارغونې لپاره پیسې ورکړل شوې دي.
د یاد ریاست د وقایوي پروژو مسوول اتل امیر ویلي، له ایران او پاکستانه راستنې شوې کورنۍ د ژمي له رارسېدو سره د اوسېدو له سختو ستونزو سره مخ وې. د هغه په وینا، د مرستو موخه دا ده چې دغو کورنیو ته د ژمي په موسم کې د سرپناه زمینه برابره شي.
د مرستې ترلاسه کوونکې کورنۍ وايي، په تېره موده کې یې د سېلابونو او زلزلې له امله کورونه زیانمن شوي او اوس د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه لري. له ایرانه راستون شوي عبدالرسول حیدري وویل چې د دوی کورونه لومړی سېلابونو ویجاړ کړل او وروسته زلزلې ورته نور زیانونه واړول.
بل راستون شوی کس، علياحمد محمدي، وايي د زلزلې له امله د دوی د کورونو چتونه نړېدلي او کورونه د اوسېدو وړ نه دي پاتې شوي. هغه له اړوندو ادارو وغوښتل چې د کورونو د بشپړېدو لپاره له کورنیو سره لا ډېره مرسته وکړي.
راستنې شوې کورنۍ یوازې د سرپناه مرستې بسنه نه بولي او د کار غوښتنه هم کوي. نعمتالله، چې له ایرانه راستون شوی، وايي د کار زمینه دې ورته برابره شي، څو خپلې کورنۍ په ژمي کې له اقتصادي ستونزو وساتي.
د هرات د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېره څه باندې یوه موده کې له ایران او پاکستانه راستنې شوې سلګونه زره کسان په دغه ولایت کې مېشت شوي دي. د دغو کورنیو په وینا، بېوزلي او د سرپناه نشتوالی لا هم د دوی اساسي ستونزې دي.