په لغمان کې د راډیو څلور ښځینه خبریالانې لنډمهاله نیول شوې دي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي، د لغمان ولایت د «کاوون غږ» راډیو پر دفتر له چاپې وروسته څلور ښځینه خبریالانې او دوه نارینه کارکوونکي لنډمهاله نیول شوي وو. د فدراسیون په وینا، ټول کسان وروسته له شاوخوا درې ساعته پوښتنو ګروېږنو خوشې شوي دي.
فدراسیون او د افغان خپلواکو خبریالانو ټولنې په ګډه اعلامیه کې ویلي، پېښه د نومبر په ۱۴مه رامنځته شوې ده. په نیول شویو کسانو کې د راډیو مسووله او د خپرونو مدیر هم شامل وو. د سرچینې په وینا، د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت اړوند کسانو د راډیو دفتر تلاشي کړی و.
د دغو بنسټونو د معلوماتو له مخې، ښځینه خبریالانو غوښتل په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د اقتصادي وضعیت په اړه یوه خپرونه ثبت کړي. د افغان خپلواکو خبریالانو ټولنې ویلي، د نیولو لپاره وړاندې شوی دلیل هغه مقررات وو چې ښځې باید له نارینه وو جلا کاري چاپېریال ولري.
یادې ټولنې ټینګار کړی چې خبریالان باید وکولای شي خپلې مسلکي دندې له وېرې، ګواښ او نیول کېدو پرته ترسره کړي. دې ټولنې د رسنیو د کارکوونکو د مسلکي حقونو د رعایت او د هغوی لپاره د خوندي کاري چاپېریال غوښتنه کړې ده. د خبریالانو نړیوال فدراسیون هم د خبریالانو پر کار د محدودیتونو او د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د اضافي شرایطو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د کاوون غږ راډیو دفتر تر دې مخکې هم له ستونزو سره مخ شوی و. د خبریالانو د ساتنې کمېټې د ۲۰۲۴ کال په جولای کې ویلي وو چې د طالبانو له لوري د راډیو خپرونې درول شوې، شاوخوا ۲۰ کارکوونکي له دفتره ایستل شوي او د راډیو ودانۍ تړل شوې ده. د کمېټې د هغه وخت د راپور له مخې، د راډیو مسوولینو ویلي وو چې دغه رسنۍ له ۲۰۰۴ کال راهیسې فعالیت کوي او د خبرونو او ټولنیزو خپرونو ترڅنګ یې شپږ ښځینه خبریالانې هم لرلې.
د طالبانو چارواکو تر اوسه د لغمان د دې وروستۍ پېښې په اړه په ورکړل شویو معلوماتو کې خپل دریځ نه دی څرګند کړی. د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي، له طالبانو وروسته په افغانستان کې د رسنیو څارنه، سانسور او د خبریالانو نیول زیات شوي دي. د دغه فدراسیون په وینا، ښځینه خبریالانې د جلا کاري چاپېریال، د ښځو د غږ پر خپرولو د ځینو بندیزونو او د رسمي غونډو په اړه د راپور ورکولو د محدودیتونو ترڅنګ له نورو شرایطو سره هم مخ دي.