په غزني کې د ورکې ۱۲ کلن ماشوم مړی موندل شوی

د غزني د ګیرو ولسوالۍ په عليخېلو کلي کې د هغه ۱۲ کلن ماشوم مړی موندل شوی چې څلور ورځې مخکې له خپل کوره نادرکه شوی و.
د غزني امنیې قوماندانۍ د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، د ماشوم مړی تېره ورځ ناوخته د ګیرو ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې موندل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د ولسوالۍ د پولیسو کشفي معلوماتو د ماشوم د موندلو په بهیر کې مرسته کړې ده. سرچینې ویلي چې د پېښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.
لومړنۍ څېړنې ښيي چې پېښه ښايي له سیمهییزو شخصي شخړو سره تړاو ولري؛ خو چارواکو د دې موضوع په اړه لا وروستۍ پایله نه ده اعلان کړې.
د غزني امنیه قومانداني وايي، څېړنې روانې دي څو د ماشوم د وژنې اصلي عامل معلوم او د قانون منګولو ته وسپارل شي.