په اسداباد کې چاودنې ښوونځي ته څېرمه ماشومان ووژل او ټپیان کړل

د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې د یوه ښوونځي ترڅنګ چاودنې ماشومانو ته مرګژوبله اړولې ده. پېښه د ښار اړوند د اندرسیر په سیمه کې رامنځته شوې او د چارواکو په وینا، د چاودنې له امله ښوونځي او نږدې کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئیس سمیعالحق حقبیان، چې د رویټرز خبري اژانس له لارې یې له بيبيسي سره خبرې کړې، ویلي چې چاودنه د شنبې په سهار شوې ده. نوموړي د مرګژوبلې د رامنځته کېدو پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې د قربانیانو کره شمېر لا نه دی روښانه.
یو سیمهییز چارواکي ویلي چې چاودنه د هغو چاودېدونکو موادو له امله شوې چې خلک یې د کانونو د چاودولو لپاره کاروي. د هغه په وینا، دغه مواد په یوه کور کې ساتل کېدل؛ یاد کور له یوه ښوونځي سره ګډ دېوال درلود.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، په هغه کور کې دوه نارینه، یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي. په ښوونځي کې بیا پنځه زدهکوونکي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. یوه چارواکي د ټپیانو شمېر تر ۹۰ پورې ښودلی، خو د پېښې د قربانیانو په اړه لا بېلابېل معلومات خپرېږي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چاودنه د سهار شاوخوا نهه بجې شوې، په داسې حال کې چې یو چارواکي د سهار لس بجې یادې کړې دي. په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې خلک ټپیان ماشومان په غېږ کې روغتون ته وړي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس هم د پېښې په اړه راپور ورکړی او ویلي یې دي چې یو شمېر زدهکوونکي پکې وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د سیمهییزو اوسېدونکو په خبره، د پېښې ځای ته غځېدلې لارې د چارواکو له خوا تړل شوې دي.