هبتالله: د واکمنۍ د ساتلو لپاره به مسلمانان جګړې ته نه اړ کېږي

د اسلامي امارت رهبر هبتالله آخوندزاده ویلي، د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره به مسلمانانو ته د جګړې اجازه ورنه کړي. نوموړي دا څرګندونې په کابل پوهنتون کې د فرمانونو د اغېزو د څېړنې په اړه جوړ شوي علمي او څېړنیز کنفرانس کې کړې دي.
د آریانا نیوز د راپور له مخې، آخوندزاده د مسلمانانو پر یووالي او متقابل ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې مؤمنان باید د یوه وجود په څېر واوسي. هغه زیاته کړې چې د فتنې د مخنیوي او د هغې د لارو د تړلو لپاره یې د اسلامي امارت مشري منلې ده.
نوموړي ویلي، د مسلمانانو د خوندي پاتې کېدو لپاره خپل ژوند قربانولو ته چمتو دی. هغه په خپلو څرګندونو کې د دیني عالمانو رول هم مهم بللی او له هغوی یې غوښتي چې خلکو ته د دین لارښوونې ورسوي، عامه افکار جوړ کړي او ټولنه د اسلامي امارت له تعریف او ماهیت سره اشنا کړي.
د اسلامي امارت رهبر ادعا کړې چې د دې ادارې سیاست پر قرآن کریم او شریعت ولاړ دی. هغه ویلي، د امیر درناوی د رعیت درناوی ګڼل کېږي. همداراز نوموړي څرګنده کړې چې د قصاص او شرعي حدودو اړوند پرېکړې د ده له تنفیذي امر پرته نه عملي کېږي.
آخوندزاده ټینګار کړی چې د اسلامي امارت له شتون پرته د شریعت پلي کول ناشوني دي. په همدې کنفرانس کې د هېواد له بېلابېلو سیمو راغلو یو شمېر دیني عالمانو هغه ته د «شیخالاسلام» لقب هم ورکړی دی.