د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

هبت‌الله اخوندزاده کابل ته تللی؛ د فرمانونو د اغېزو په اړه کنفرانس جوړ شوی

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده کابل ته تللی او تمه کېږي چې د علماوو یوې پراخې غونډې ته وینا وکړي. د نوموړي سفر په داسې مهال شوی چې په کابل پوهنتون کې د هغه د فرمانونو د ارزونې په نوم علمي ـ څېړنیز کنفرانس جوړ شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پلازمېنه کې د نوموړي د سفر لپاره کوم ځانګړي امنیتي تدابیر نه دي لیدل شوي؛ خو په کابل پوهنتون کې د غونډې د ترسره کېدو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په دې ناسته کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د علماوو شوراګانو مشران، د طالبانو حکومت لوړپوړي مفتيان، د کابینې غړي او نور چارواکي ګډون کوي.

هبت‌الله اخوندزاده له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند، د کانونو او پټرولیم له وزیر هدایت‌الله بدري او یو شمېر نورو وزیرانو سره یو ځای کابل ته تللی دی. هغه چې په کندهار کې مېشت دی، په نسبت لږ پلازمېنې ته سفر کوي. د سرچینې په وینا، نوموړي په خپل تېر سفر کې د ارګ ماڼۍ په حرم‌سرای کې استوګنه کړې وه.

د کنفرانس په لومړۍ ورځ د طالبانو حکومت یو شمېر مشرانو د هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو پر شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اغېزو خبرې وکړې او د دوی په وینا، د اسلامي نظام پر پیاوړتیا او د شرعي احکامو پر عملي کېدو یې ټینګار وکړ. ګډونوالو نوموړي ته د «شیخ‌الاسلام» اعزازي لقب هم ورکړ.

دا به دویم ځل وي چې هبت‌الله اخوندزاده د علماوو یوې لویې غونډې ته وینا کوي. هغه تر دې مخکې د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د لویې جرګې په تالار کې د علماوو یوې ناستې ته خبرې کړې وې. د سرچینې له مخې، د نوموړي وروستۍ ویناوې تر ډېره مذهبي لارښوونې وې او د هېواد د تازه سیاسي او امنیتي بدلونونو، په ځانګړي ډول له پاکستان سره د تاوتریخوالي، په اړه یې مشخصه وینا نه ده ثبت شوې.

د طالبانو حکومت قاضي‌القضات مولوي عبدالحکیم حقاني په پرانیستونکې غونډه کې وویل چې د اسلامي نظام له حاکمېدو سره افغانان له ګڼو ستونزو څخه خلاص شوي او د ده په وینا، د سمتي، ژبنیو او قومي توپیرونو له تېرېدو وروسته د یوه مشر تر مشرۍ لاندې متحد شوي دي. هغه امنیت د اسلامي نظام تر ټولو مهمه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې د نظام په چارو کې بهرنۍ مداخله نه مني.

د لومړي وزیر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم ادعا وکړه چې له واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ژبني او سمتي اختلافات له منځه تللي دي. د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د کنفرانس لپاره د پوهانو او څېړونکو لیکنې د راتلونکو نسلونو لپاره علمي خدمت وباله او د قانون او نظام اړیکه یې تشریح کړه.

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني غونډې ته وویل چې د جګړې او قربانیو پخوانۍ مرحله پای ته رسېدلې او اوس د شرعي نظام د عملي کولو پړاو له یوې لویې ازموینې سره مخ دی. نوموړي بریا د ګډونوالو په اتحاد او یووالي پورې تړلې وبلله.