له پاکستاني زندانونو ۷۰۸ افغانان خوشې او هېواد ته ولېږدول شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اوونۍ کې له پاکستاني زندانونو ۷۰۸ افغان کډوال خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغو کسانو څخه ۴۰۵ تنه د سپینبولدک له لارې او ۳۰۳ نور د تورخم له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، راستنېدونکي کسان تر خوشې کېدو وروسته په اړوندو مرکزونو کې ثبت شوي او بشري مرستې یې ترلاسه کړې دي.
وزارت زیاته کړې چې له ثبت او مرستو وروسته یاد کسان خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.