له هراته د یوې میاشتې صادرات ۲۱.۴۹۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي

د هرات ولایت مقام وایي، په تېره یوه میاشت کې له دغه ولایت څخه د صنعتي او کانیزو محصولاتو په ګډون د ۲۱ میلیونه او ۴۹۸ زره ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د دغو صادراتو ډېره برخه د هرات د صنعتي ښارګوټي له تولیداتو جوړه شوې ده. د یادو صنعتي محصولاتو ارزښت ۱۴ میلیونه، ۴۱۶ زره او ۴۹۳ ډالر ښودل شوی دی.
په همدې موده کې د هرات د کانیزو محصولاتو صادرات هم ۷ میلیونه، ۸۲ زره او ۱۱۳ ډالرو ته رسېدلي دي. د ولایت مقام په وینا، دغه شمېرې بهرنیو بازارونو ته د صنعتي او کانیزو توکو د لېږد کچه څرګندوي.
د صنعتي محصولاتو په ډله کې پنبه تر ټولو لوړه ونډه لري او ارزښت یې له ۱۳ میلیونه ډالرو څخه زیات بلل شوی دی. تر څنګ یې انرژي، څښاک توکي، د مېوو اوبه، بخارۍ، پنیر، مربا، بسکویټ او د ګازو ټانکرونه هم صادر شوي دي.
د هرات له صنعتي ښارګوټي څخه د زعفرانو، بخار دیګونو، خواږهوو، کېک، د پنبې تار او تفلون ټیپ صادرات هم ثبت شوي دي. د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ویلي، چې یاد ارقام د دې ولایت د صنعت او کانونو په برخو کې د صادراتي فعالیتونو څرګندونه کوي.