د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

شاوليکوټ کې د وچکالۍ او کمزورو خدمتونو له امله د خلکو اندېښنې

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، وچکالۍ د دوی ستونزې زیاتې کړې دي، خو په لیرې پرتو کلیو کې خرابې لارې او د لومړنیو عامه خدمتونو نشتون هم د خلکو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د سیمې اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د اوبو د زېرمه کولو لپاره دې چک‌ډیمونه جوړ شي او د کلیوالو لارو د رغولو چارې دې چټکې شي. هغوی وايي، د ناروغۍ پر مهال د خرابو لارو له امله ناروغان روغتیايي مرکزونو ته رسول ستونزمن وي.

د شاوليکوټ یوه اوسېدونکي پوپلزي ویلي، وچکالۍ د سیمې خلک سخت ځپلي او د اوبو د بندونو جوړول ورته اړین دي. د هغه په وینا، ناروغان کله ناکله پر اوږو تر روغتیايي مرکزونو رسول کېږي، ځکه د تګ راتګ لارې مناسبې نه دي.

بل اوسېدونکي عبدالقدیم ویلي، په سیمه کې د سړکونو ترڅنګ مخابراتي اسانتیاوې هم کمې دي. هغه وویل چې د مخابراتي پایو د نشتون له امله خلک نه شي کولای په اسانه ټلیفوني اړیکې ټینګې کړي.

د کندهار د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس دوست محمد سعید طلوع‌نیوز ته ویلي، ټاکل شوې د روان کال تر پایه د ولایت په لیرې پرتو سیمو کې ۸۵۰ میلیونه افغانۍ ولګول شي. د هغه په وینا، دغه بودجه به د اوبو بندونو، استنادي دېوالونو، کانالونو او د اوبو رسولو شبکو پر جوړولو ولګېږي.

سعید زیاته کړې چې اداره یې هڅه کوي په دغو سیمو کې نورې پراختیايي پروژې هم پلې کړي. هغه ویلي، پخوانیو پروژو خلکو ته د خدمتونو په رسولو کې مرسته کړې او د اوسېدونکو ژوند یې تر یوه بریده اسانه کړی دی.

د کندهار ولایتي مسوولینو ویلي، د شاوليکوټ ترڅنګ میوند، میانشین، غورک، ریګستان او ښورابک ولسوالیو ته یې هم د خلکو د ستونزو د ارزونې او حل لپاره سفرونه پیل کړي دي.