د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

سعودي عربستان: د مکې او مدینې پر لور دوه توغندي شنډ شوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې ویلي، د حوثي وسله‌والې ډلې له لوري د مکې مکرمې او مدینې منورې پر لور توغول شوي دوه بالستیک توغندي شنډ شوي دي.

د ادارې په وینا، د توغندیو پاتې شوني د مکې مکرمې په المغمس دره کې لوېدلي دي. د توغندیو د شنډولو پر مهال نورې ټوټې د جده ولایت په النزهة سیمه، د طایف ولایت په جلیل دره او د رابغ ولایت په مستوره سیمه کې هم لوېدلې دي.

ملکي دفاع اداره وايي، اړوندې ډلې د پېښو سیمو ته رسېدلې او د تصویب شویو کړنلارو له مخې یې لازم اقدامات ترسره کړي دي.

په اعلامیه کې د احتمالي ځاني تلفاتو او مالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.