رباب فاطمه: د افغانستان راتلونکی د افغانانو په پرېکړو پورې تړلی دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې رباب فاطمې ویلي، د دغه هېواد راتلونکی د افغانانو په لاس کې دی او ملګري ملتونه به له افغان ولس څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
مېرمن فاطمې دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت په خپل لومړي ویډیويي پیغام کې کړې دي. هغې وویل، افغانستان له ګڼو لویو ننګونو سره مخ دی، خو د خلکو وړتیاوې، هیلې او ظرفیتونه تر دغو ستونزو هم پراخ دي.
فاطمه د میزان پر ۲۵مه کابل ته رسېدلې او د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه کار پیل کړی دی. نوموړې په تېرو پنځو کلونو کې دویمه ښځینه ډیپلوماته ده چې په افغانستان کې د دې ادارې مشري کوي.
هغې په خپل پیغام کې یادونه کړې چې افغانستان په ۱۹۴۶ کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړی او له هغه وخت راهیسې د دې نړیوال سازمان له بهیر سره مل پاتې شوی دی. د فاطمې په وینا، ملګرو ملتونو د جګړو، کړکېچونو، وچکالیو، بېځایه کېدو او بېړنیو بشري اړتیاوو پر مهال د افغانانو ترڅنګ درېدو ته دوام ورکړی دی.
یوناما په افغانستان کې له طالبانو سره سیاسي تعامل، د بشري حقونو د وضعیت څارنه او ثبت، او د نړیوالو بشري مرستو همغږي کولې اساسي دندې لري. فاطمې د ملګرو ملتونو د جوړېدو فلسفه د سولې، خبرو اترو، همکارۍ او ګډ مسؤلیت پر اصلونو ولاړه وبلله او ویې ویل چې دغه سازمان د همدې باور پر بنسټ رامنځته شوی دی.
د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر تر دې وړاندې په کابل کې یوې غونډې ته ویلي وو چې یوناما باید په خپلو راپورونو او شننو کې بېپرې پاتې شي. په همدې حال کې، له یوه کال څخه ډېر وخت کېږي چې افغان ښځینه کارکوونکو ته د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د کار اجازه نه ورکول کېږي؛ تمه ده چې د یوناما نوې مشره له افغان چارواکو سره پر دې موضوع مستقیمې خبرې وکړي.
رباب فاطمه د بنګلهدېش ده او تر دې مخکې یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او په بېلابېلو برخو کې د استازې په توګه دندې ترسره کړې دي. نوموړې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په ملګرو ملتونو کې د بنګلهدېش سفیره او دایمي استازې هم وه. هغه د روزا اوتونبایوا ځایناستې شوې، چې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه دنده ترسره کړې وه.