د ژمي له رارسېدو سره ښځینه سرپرستانې د سونتوکو او لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي

په افغانستان کې د ژمي له نږدې کېدو سره هغه کورنۍ له جدي اندېښنو سره مخ دي چې سرپرستي یې د ښځو پر غاړه ده. د دغو کورنیو ښځینه مشرانې وايي، د عاید نشتوالی او د سونتوکو لوړې بیې یې دې ته اړې کړې چې د کور کرایه، خوراک، درملنې او د ژمي د تودوخې ترمنځ ستونزمن انتخاب وکړي.
د هرات اوسېدونکې شکیلا، چې د مېړه له مړینې وروسته د خپلو درېیو ماشومانو پالنه کوي، وايي هره میاشت درې زره افغانۍ کرایه ورکوي؛ خو د کار او ثابت عاید له نشتوالي سره یې د ژمي لپاره هېڅ چمتووالی نه دی نیولی. هغې وویل، د ګاونډیانو مرسته یې د ژوند د دوام اصلي وسیله ده او خپله هم د کار کولو توان نه لري.
په ورته وضعیت کې صدیقه هم ده. نوموړې د تېر جمهوري نظام پر مهال په یوه دولتي اداره کې کار کاوه، خو له سیاسي بدلون وروسته بېکاره شوې ده. اوس د ماشومانو د پالنې ترڅنګ د خپل سرطانځپلي مېړه د درملنې مسوولیت هم ورسره دی. صدیقه وايي، دومره امکانات نه لري چې حتی یوه کمپله یا بخارۍ واخلي.
د ښځو د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې او د بشري مرستو د جنسیت کاري ډلې په راپور کې ویل شوي چې بېکاري او بېوزلي د ښځینه سرپرستو کورنیو د ۸۳ سلنه لپاره اساسي ستونزې دي. د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۳ سلنه دغسې کورنۍ له معیشتي ناورین سره مخامخ وې.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په خپل ۲۰۲۶ کال اقتصادي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲۸ میلیونه افغانان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه درلود. د راپورونو له مخې، د ښځو پر کار محدودیتونه او د عاید د سرچینو کمښت هغه کورنۍ تر نورو ډېرې زیانمنې کړې چې ښځې یې سرپرستي کوي.
په کابل کې د لرګیو او سکرو پلورونکي هم وايي چې د خلکو د پېرلو ځواک کم شوی دی. د یوه پلورونکي په وینا، پخوا به کورنیو څېړۍ او غوړلرګي اخیستل، خو اوس ډېری کسان د ارزانه توکو په لټه کې دي. هغه وویل، د چارمغزو او توت لرګیو یو خروار شاوخوا ۷۵۰۰ افغانۍ، د څېړۍ او غوړلرګیو بیه له ۸۵۰۰ تر ۹۰۰۰ افغانیو، او یو ټن سکاره ۱۱،۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
یو شمېر افغانان له د طالبانو تر واک لاندې ادارو غواړي چې د بیو د لوړېدو مخه ونیسي او خلکو ته ارزانه سونتوکي برابر کړي. د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار نعمتالله بارکزي د بیو او احتمالي اقداماتو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی. خو د دولتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي چې سږ کال به دولتي ادارو او عامو خلکو ته د څېړۍ لرګي په هر خروار ۸۵۰۰ افغانۍ وپلوري.
اقتصادپوه بشیر دوديال وايي، د ښځینه سرپرستو لپاره بېوزلي یوازې د خوړو او امکاناتو له کمښت سره نه محدودېږي، بلکې د هغوی پر شخصیت، انساني کرامت او اقتصادي خپلواکۍ هم ژور اغېز کوي.