د پاکستان او ایران پوله له سرحدي ستونزو وروسته بېرته پرانیستل شوه

د اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان او ایران ترمنځ پوله د سېشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۰مه، د سرحدي ستونزو له حل کېدو وروسته بېرته پرانیستل شوې ده.
د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر، چې تهران ته یې سفر کړی، ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې اړوند ستونزې حل شوې دي. نوموړي دغه ستونزې «موقتي او تخنیکي» بللې دي.
ایراني چارواکو تر دې یوه ورځ مخکې ویلي وو چې پاکستان له ایران سره سوداګري په یو اړخیز ډول درولې ده او د دې کار لامل یې امنیتي او تخنیکي ستونزې ښودلې وې.
اېکسپرېس ټریبیون زیاتوي چې عاصم منیر په تهران کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان، د پارلمان له رییس محمدباقر قالیباف، د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي او د ملي امنیت د عالي شورا له منشي محسن رضايي سره هم لیدلي دي.
د راپور له مخې، د دغو لیدنو له مهمو موضوعاتو څخه یوه د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ کمول او د ډیپلوماټیکو هڅو دوام و.