د ټاپي نللیکې افغانه برخه د ۲۰۲۷ کال تر پیل پورې هرات ته رسېږي

د ترکمنستان چارواکي وايي، د ټاپي ګازو نللیکې هغه برخه چې د دغه هېواد له سرحداباد سیمې څخه د افغانستان تر هرات ښار پورې غځېږي، د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې به د ګازو د لېږد لپاره بشپړه شي. د پروژې د دې برخې رغنیز کارونه په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د سرحداباد او هرات ترمنځ د ۱۵۳ کیلومتره مسیر له جملې څخه شاوخوا ۱۲۴ کیلومتره نللیکه جوړه او نصب شوې ده. دا برخه د افغانستان اړوند مسیر د پام وړ برخه جوړوي، خو لا هم د پاکستان او هند پر لور د پلان شوې ټولې نللیکې په پرتله محدوده ده.
ټاپي نللیکه به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له هرات، هلمند او کندهار ولایتونو څخه د پاکستان تر ملتان او بیا هند ته انتقال کړي. د پروژې ټول اوږدوالی شاوخوا ۱۸۱۴ کیلومتره اټکل شوی، چې نږدې ۷۷۴ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي. دغه نللیکه د کال ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز د لېږد ظرفیت لري او ټول اټکلي لګښت یې شاوخوا لس میلیارد ډالره ښودل شوی دی.
د پروژې مسؤل محمدمراد امانوف ویلي، د هرات تر مسیر پورې د کار بشپړېدل باید د پروژې لومړني عواید رامنځته کړي او د پور ورکوونکو او مالي بنسټونو باور زیات کړي. د کانونو د سپړنې څېړونکي عبدالجلیل جمراني هم ویلي چې افغانستان ته د ګازو رسېدل د هېواد لپاره مهم پرمختګ دی، ځکه د دې برخې پانګونه ترکمنستان کړې ده.
د اقتصادي چارو شنونکي احمدسیر قریشي وايي، افغانستان د دې امکان لري چې د هرات تر بشپړې شوې برخې اقتصادي ګټه واخلي. د هغه په وینا، د پلان له مخې افغانستان به په لومړي پړاو کې هر کال ۵۰۰ میلیون متر مکعب ګاز اخلي؛ که دغه ګاز په مناسبه بیه فابریکو ته ولېږدول شي، د تولید لګښتونه کمېدای او د سوداګرۍ د پراختیا زمینه پراخېدای شي.
د ټاپي د پروژې لومړنۍ خبرې د ۱۹۹۰مو کلونو په لومړیو کې پیل شوې، په ۲۰۰۲ کال کې یې عملي بحثونه چټک شول او هند په ۲۰۰۸ کال کې ورسره یوځای شو. څلورو هېوادونو په ۲۰۱۰ کال کې تړون لاسلیک کړ او د جوړولو رسمي مراسم یې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې د ترکمنستان په ماري ولایت کې ترسره کړل. د پروژې د بشپړېدو پر وړاندې امنیتي ستونزې، د طالبانو د حکومت نړیوال رسمیت نه لرل، د کابل او اسلاماباد کړکېچ، د هند او پاکستان اختلافات او په بلوچستان کې ناامني لا هم مهم خنډونه بلل کېږي. د رویټرز یوې سرچینې ویلي، ترکمنستان چمتو دی د نللیکې د زیربناوو د جوړولو لپاره خپلې مالي سرچینې ولګوي، څو پروژه فعاله وساتي او نور شریکان او پانګهوال جذب کړي.