د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د هرات ـ خواف له لارې ترکیې ته ۶۰۰ ټنه پنبه صادره شوه

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند اشرف حقشناس خبر ورکړی چې د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ او د ایران د ریل پټلۍ شبکې له لارې ۶۰۰ ټنه پنبه په بریالیتوب سره ترکیې ته صادره شوې ده.

د هغه په وینا، دا سوداګریزه محموله د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په موخه لېږدول شوې ده. نوموړي ویلي چې دغه اقدام د افغانستان د ترانزیټي ظرفیتونو اغېزمنه کارونه او د صادراتي لارو پراختیا ښيي.

حقشناس هرات ـ خواف د افغانستان له مهمو ترانزیټي مسیرونو څخه بللی او ویلي یې دي چې دغه پټلۍ د ایران ترڅنګ افغانستان د سیمې له نورو رېل پټلۍ شبکو سره نښلوي، د لېږد لګښتونه او وخت کموي، صادرات زیاتوي او اقتصادي همکاریو ته وده ورکوي.