د هرات زلزلو زیانمنې ښځینه سوداګرې لا هم د پخوانیو فعالیتونو د بیا رغولو هڅه کوي

په هرات کې یو شمېر ښځینه متشبثې وايي، د ۲۰۲۳ کال زلزلو د دوی د کاروبارونو پانګه، کاري وسایل او تولیدي مواد له منځه وړي او له څو کلونو هڅو وروسته هم نه دي توانېدلې چې فعالیتونه د زلزلې له مخکینۍ کچې سره برابر کړي.
د دغو سوداګرو له ډلې یوه مېرمنه، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي د خوراکي توکو په تولیدي کارځای کې یې د زلزلې پر مهال شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه رُب د پروسس لپاره تیار کړی و، خو زلزلې دیګونه، وسایل او نور توکي زیانمن کړل. د هغې په خبره، تر لسو ټنو ډېر خام مواد له منځه ولاړل او د کارځای یو شمېر ماشینونه مات شول.
دغه مېرمن وايي، په کارځای کې یې رُب، اچار، مربا او نور خوراکي توکي تولیدېدل او نږدې ۱۰۰ کسانو، چې ډېری یې ښځې وې، په کې کار کاوه. د زلزلې تر مخه به یې هره ورځ له یو نیم تر دوو ټنو پورې مواد پروسس کول، خو د پانګې له له منځه تلو وروسته یې ونه شو کولای چې تولیدي ظرفیت بېرته هماغې کچې ته ورسوي.
د هغې په وینا، د کاروبار د بیا پیل لپاره یې د هرات له سوداګرۍ او صنایعو خونې، د کرنې له ریاست او ځینو نادولتي ادارو څخه په لیکلې بڼه د مرستې غوښتنه وکړه، خو یوازې یوې بهرنۍ موسسې، د زلزلې له پېښې اووه میاشتې وروسته، ۱۲ زره افغانۍ ورسره مرسته وکړه. د مېرمنې په خبره، له دې مرستې پرته یې له بل ځایه مالي ملاتړ ترلاسه نه کړ او نږدې یو نیم کال یې فعالیت درېدلی و.
هغې وویل، اووه کاله وړاندې یې کاروبار په ۶۰ زره افغانیو پیل کړی و او د ګټې په بیا پانګونې سره یې د زلزلې تر مخه د خپلې سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۶۰ زره ډالرو ته رسولی و. اوس یې فعالیت له صفره بیا پیل کړی او اووه ښځې ورسره کار کوي، خو د کمې پانګې او خراب اقتصادي وضعیت له امله لا هم د پخوا په څېر تولید نه شي کولای.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه په هرات کې د زلزلو له امله شاوخوا ۱۵۰۰ کسان مړه او ۲۶۰۰ نور ټپیان شول. په نهو ولسوالیو او د هرات ښار په ځینو برخو کې تر ۲۷۵ زرو ډېر کسان اغېزمن او شاوخوا ۴۸ زره کورونه ویجاړ شوي وو.
د لوېدیځ زون د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره بهناز سلجوقي وايي، د زلزلو له امله د زیانمنو ښځینه سوداګرو غوښتنې او اسناد یې ملي او نړیوالو بنسټونو ته استولي وو، خو د ځانګړو مالي مرستو کومه پروژه ورته نه ده برابره شوې. د هغې په خبره، په هرات کې اوس شاوخوا ۱۲۰۰ ښځې په رسمي ډول سوداګریز فعالیتونه لري، خو د زلزلو اغېزې لا هم د ډېرو متشبثو پر کارونو سیوری غوړولی دی.