د متقي په مشرۍ افغان پلاوی د ایکو تهرانۍ سرمشریزې ته ځي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی به په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د باختر دولتي خبري اژانس د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په حواله ویلي، دا غونډه به د ډسمبر په درېیمه او څلورمه نېټه ترسره شي. د ایکو د غړو هېوادونو مشران به په دې سرمشریزه کې برخه واخلي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رئیس ذاکر جلالي څو ورځې مخکې هم ویلي وو چې افغانستان به د ایکو په راتلونکې غونډه کې ګډون کوي؛ خو هغه مهال یې دا نه وه روښانه کړې چې د افغانستان استازیتوب به څوک کوي. اوس وزارت وايي چې د پلاوي مشري به متقي پر غاړه ولري.
تېر کال په اذربایجان کې د ایکو په سرمشریزه کې د افغانستان پلاوي د طالبانو حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ګډون کړی و. د جلالي وروستۍ څرګندونې هغه مهال خپرې شوې چې پاکستان په اسلاماباد کې د ایکو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوهورځنۍ غونډې کوربه و، خو د طالبانو له حکومت څخه څوک دې غونډې ته نه وو وربلل شوي.
جلالي په خپله لیکنه کې ویلي وو چې د افغانستان له ګډون پرته د سیمې د معنا لرونکې همغږۍ تصور عملي نه دی. هغه سوداګري، ترانزیټ او اقتصادي همکاري د سیاسي اختلافاتو د کمولو لپاره مهمې لارې بللې وې او ټینګار یې کړی و چې اقتصادي اتصال باید د سیاسي کړکېچونو له امله زیانمن نه شي. نوموړي، پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ویلي وو چې په سیمه کې لا هم زاړه دریځونه موجود دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار په اسلاماباد کې د ایکو د وزیرانو غونډې ته ویلي وو چې د طالبانو حکومت باید د ترهګرۍ په تړاو د اندېښنو د حل لپاره اغېزمن ګامونه واخلي. اسلاماباد هم اعلان کړی چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د تهران په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
ایکو په ۱۹۸۵ کال کې جوړ شوی او افغانستان یې د لسو دایمي غړو له ډلې دی. د دې سازمان موخې د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول، د ترانسپورټي او لویو لارو جوړول، په انرژۍ او مخابراتو کې همکاري او د اسیا او اروپا ترمنځ د سوداګریزو لارو پیاوړتیا بلل کېږي.