د تاجکستان د افغانستان پولې ته د امنیتي تجهیزاتو د لېږلو طرحه تایید شوه

د ډلهییز امنیت تړون ټولنې ویلي، روسیه او د دې سازمان نور غړي هېوادونه به د روان میلادي کال تر پایه تاجکستان ته وسلې او امنیتي تجهیزات ولېږي. د دې مرستې موخه د افغانستان پولې ته څېرمه د تاجکستان د امنیتي وړتیاوو پیاوړتیا بلل شوې ده.
د سازمان سرمنشي تالاتبیک ماسادیکوف ویلي، د قزاقستان، قرغزستان، روسیې او بېلاروس لومړنۍ جوپې به د روان کال تر مني پورې تاجکستان ته ورسېږي. د هغه په وینا، پلان یوازې تجهیزات نه، بلکې وسلې هم په بر کې نیسي.
ماسادیکوف ټینګار کړی چې د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا دغه پروګرام د افغانستان پر وړاندې د ګواښ په توګه نهدی طرحه شوی. نوموړي د مرستو د دقیقې اندازې، د وسلو د ډولونو او د لېږد د مشخصو پړاوونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د روسیې تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د ډلهییز امنیت تړون ټولنه غواړي د خپلو غړو هېوادونو په همکارۍ د تاجکستان امنیتي بنسټونه د افغانستان پولې ته په اوږدو کې پیاوړي کړي. تاجکستان د دغه سازمان غړی دی او روسیه، قزاقستان، قرغزستان او بېلاروس هم د دې تړون له غړو څخه دي.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد، په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو، پر ضد ونهکارول شي. د کابل له لوري د دغې ژمنې په تکرار سره، د افغانستان له پولې سره د تاجکستان د امنیتي تدابیرو موضوع لا هم د سیمې د امنیتي بحثونو یوه برخه ده.