د امریکا د پخواني پوځي د اعدام ژوندۍ خپرونه؛ د افغانستان د جګړې اغېز هم مطرح شو

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېت وايي، د دغه هېواد د پخواني پوځي جګړن نضال مالک حسن د اعدام بهیر به د خلکو لپاره په ژوندۍ بڼه خپور شي. ټاکل شوې حسن د ډزو د یوې ډلې له خوا د دسمبر پر درېیمه په هماغه پوځي اډه کې ووژل شي چې په ۲۰۰۹ کال کې پکې برید شوی و.
حسن، چې د ویرجینیا ایالت اوسېدونکی او د امریکا پوځ رواني ډاکټر و، د ټېکزاس ایالت په فورټ هوډ اډه کې د ۱۳ بېوسلو امریکايي سرتېرو د وژلو په تور محکوم شوی دی. نوموړي د پوځي محکمې پر مهال د برید مسوولیت منلی و او په ۲۰۱۳ کال کې یې ویلي وو چې هغه مهال یې باور درلود چې په افغانستان کې د مسلمانانو او طالبانو دفاع کوي.
د امریکا دفاع وزارت یو چارواکي هم د دې پرېکړې پخلی کړی دی. که اعدام عملي شي، نو دا به په څه باندې شپېتو کلونو کې د امریکا لومړنی پوځي اعدام وي او د دویمې نړیوالې جګړې له پای وروسته به لومړی ځل وي چې یو امریکايي سرتېری د ډزو ډلې له خوا اعدامېږي. د امریکا وروستی پوځي اعدام په ۱۹۶۱ کال کې د دار له لارې ترسره شوی و.
د اعدام د صحنې د ژوندۍ خپرونې پرېکړې د حقوقي او اخلاقي نیوکو لړۍ راپارولې ده. د مرګ پر سزا د بندیانو وکیل جان مېلز وايي، دا د اوسني وخت لپاره بېساری اقدام دی او د حسن د استیناف بهیر لا پای ته نه دی رسېدلی؛ له همدې امله ښايي نوموړی له فدرالي محکمې د بیاکتنې غوښتنه وکړي او د اعدام د حکم د ځنډېدو امکان هم شته.
د ډېموکرات ګوند سناتور کرېس مرفي دا طرحه کرکجنه بللې او ویلي یې دي چې د داعش له خوا د اعدامونو صحنې ورپهحافظه کوي. د فورټ هوډ په برید کې ټپي شوی پخوانی سرتېری الونزو لنزفورډ د حسن د اعدام ملاتړ کوي، خو وايي د دې صحنې باید عامه ننداره ونه شي؛ د هغه په اند، یوازې قرباني شوې کورنۍ او ژوندي پاتې شوي کسان دې د لیدلو اجازه ولري.
د امریکا د حقوقو استادې ډېبورا ډېنو وايي، په دغه هېواد کې تر اوسه د اعدام بهیر په ژوندۍ بڼه نه دی خپور شوی. نوموړې سپارښتنه کوي چې که دا پرېکړه عملي کېږي، د لیدونکو د عمر محدودیتونه او د خپروونکو پلېټفارمونو اصول دې په پام کې ونیول شي. د امریکا د پوځ د قوانینو له مخې، د پوځي اعدام لپاره د ولسمشر تایید او د استیناف محکمې ارزونه هم اړینه ده.
د بښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ۱۷ هېوادونو کې له ۲۷۰۰ ډېر اعدامونه ثبت شوي او یوازې په دوو هېوادونو کې اعدامونه په عام محضر کې ترسره شوي دي. د همدې معلوماتو له مخې، په ایران کې ۱۱ او په افغانستان کې شپږ عامه اعدامونه راپور شوي وو. د حسن قضیه له همدې امله د مرګ سزا، عامه نندارې او د افغانستان له جګړې سره د هغه د تړلي بیان په اړه بحثونه یو ځل بیا راژوندي کړي دي.