د افغانستان د بشري مرستو صندوق د زیانمنو خلکو لپاره ۳۲ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق په دغه هېواد کې د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره ۳۲ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
اوچا د نومبر په ۲۶مه، پنجشنبه، په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې ویلي چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم پراخې دي، خو د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مالي سرچینې کمېږي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، د ځانګړو شویو پیسو له لارې به همکارې موسسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تر ټولو زیانمنو ټولنو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي. په اعلامیه کې د مرستو د وېش د برخو یا د ګټهاخیستونکو د شمېر په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
د مرستو دغه اعلان په داسې وخت کې کېږي چې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو څانګې ویلي، د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې یې له پاکستانه افغانستان ته له ستنو شویو ۱۱۰ زرو افغانانو سره مرسته کړې ده.
د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنې د ژمي له رارسېدو سره هم زیاتې شوې دي. د ناروې د کلیسا مرستندویه ادارې (NCA) یوه ورځ مخکې خبرداری ورکړی و چې اټکل کېږي راتلونکی ژمی به شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس ۳۸ سلنه جوړوي، د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي.
NCA ویلي، د دغو کسانو د خوړو وضعیت به د بحراني کچې یا تر هغې هم له لوړې کچې سره مخ وي. د اوچا تازه څرګندونې هم ښيي چې د بشري اړتیاوو تر څنګ د مرستو د برابرولو مالي توان کم شوی، او د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره د نړیوالو مرستو اړتیا لا هم جدي ده.