حکومت: ۲۰۲۶ کال کې د نشهیي توکو پر ضد ۲۵ زره ډېر عملیات شوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ۲۰۲۶ کال کې په هېواد کې د نشهیي توکو پر ضد له ۲۵ زرو ډېر عملیات ترسره شوي دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې د کوکنارو او چرسو اړوند پراخې کرنیزې سیمې له منځه وړل شوې دي.
دغه څرګندونې په کابل کې د «نشهیي توکو پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت مبارزه؛ واقعیتونه او لاستهراوړنې» تر نوم لاندې په جوړه شوې غونډه کې وشوې. په غونډه کې د حکومت چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماټانو او د نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمن منیر وویل، چې د ترسره شویو عملیاتو پر مهال د کوکنارو او چرسو تر کښت لاندې ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه له منځه وړل شوې ده. د هغه په وینا، ۱۰ زره او ۶۵ شکمن کسان نیول شوي او د نشهیي توکو د پروسس ۳۰۱ لابراتوارونه هم کشف او تړل شوي دي.
منیر زیاته کړه، چې په همدې موده کې د کیمیاوي ګولیو دوه کارخونې او د الکولي مشروباتو ۱۵ کارخونې هم موندل شوې او تړل شوې دي. دا شمېرې د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر ضد د ترسره شویو اقداماتو په اړه وړاندې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د نشهیي توکو د کښت، تولید، پروسس، قاچاق او استعمال د منع کولو په اړه د اسلامي امارت د مشر فرمان عملي کېدل، د حکومت د مبارزې مهمه برخه وبلله. نوموړي په ګاونډیو هېوادونو کې د نشهیي توکو کښت او قاچاق د اندېښنې وړ موضوع وبلله او ویې ویل، چې د نړیوالې ټولنې له پاملرنې پرته به د دې ستونزې پر وړاندې مبارزه بشپړه پایله ونه لري.
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د دې مبارزې د لاستهراوړنو د دوام لپاره د بزګرانو د بدیل معیشت برابرول، د روغتیايي مرکزونو ملاتړ، تخنیکي همکاري او سیمهییزه همغږي اړین وبلل. د غونډې ګډونوالو هم د نشهیي توکو پر ضد د اقداماتو پر دوام، بزګرانو ته د بدیلو عایداتي لارو پر پراختیا او د سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.