اوچا: په اکتوبر کې افغانستان کې د بشري مرستو ۲۹ خنډونه ثبت شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې یې په افغانستان کې د بشري مرستو د بهیر د لاسوهنې ۲۹ پېښې ثبت کړې دي.
د اوچا په وینا، له دې ډلې ۱۱ پېښې د جنسیت اړوندو محدودیتونو په توګه طبقهبندي شوې دي. دغه دفتر وايي، یادو محدودیتونو د ښځینه بشري مرستندویه کارکوونکو پر ګډون او روغتیايي او نورو مهمو خدمتونو ته د ښځو او نجونو پر لاسرسي منفي اغېز کړی دی.
اوچا په یوه اعلامیه کې ویلي، د اکتوبر په میاشت کې د مرستو د رسولو لاسرسی تر ډېره د واکمنو چارواکو، چې په اعلامیه کې طالبان بلل شوي، د اداري او عملیاتي لاسوهنو له امله محدود شوی و. د دې دفتر په ارزونه کې، د بشري مرستو د فعالیتونو په پلي کېدو کې مداخله لا هم تر ټولو لوی خنډ دی.
د ثبت شویو پېښو تر ټولو لوړه شمېره د افغانستان په لوېدیځ کې وه او ورپسې په سویلي او سوېل ختیځو سیمو کې هم د ورته خنډونو راپور ورکړل شوی دی. اوچا وايي، په دې مواردو کې پر ساحوي فعالیتونو فشار، له مخکې خبرتیا پرته د دفترونو تلاشي یا لیدنه، د ځمکو او جوازونو په اړه شخړې، او د ولایتونو ترمنځ د مرستو د لېږد په برخه کې محدودوونکي شرایط شامل دي.
د ملګرو ملتونو دغه دفتر زیاتوي چې د بشري پروژو د طرحې په چارو کې د لاسوهنې هڅو هم د روغتیا، پوهنې، خوندیتوب، معیشت، اوبو، حفظالصحې او زیربناوو اړوند پروګرامونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي. طالبانو تر اوسه د اوچا د دې اعلامیې په اړه څرګندونې نه دي کړې.