اوچا: پر ښځینه مرستندویو محدودیتونه د اړمنو افغان ښځو مرستې له خنډ سره مخ کوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې پر ښځینه مرستندویو د طالبانو د حکومت محدودیتونه د دې لامل شوي چې اړمنو ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو بهیر له جدي خنډونو سره مخ شي.
اوچا دا غوښتنه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت په یوه پیغام کې کړې ده. دغه دفتر ویلي، د ښځینه کارکوونکو د فعالیتونو محدودول د هغو افغان ښځو او نجونو د مرستې د نه ترلاسه کولو خطر زیاتوي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې او د هغې د همکارو بنسټونو په یوه تازه سروې کې هم د مرستو پر چارو د دغو محدودیتونو اغېز څرګند شوی دی. په سروې کې له ګډون کوونکو ۹۰ مرستندویه بنسټونو څخه یو شمېر ویلي چې په ځینو ولایتي دفترونو کې یې ښځینه کارکوونکې د محدودیتونو له امله خپل کار نه شي ترسره کولی.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې ښځینه مرستندویانې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې اړمنو ښځو او نجونو ته د خدمتونو په رسولو کې مهم رول لري. د دې ادارې په وینا، د ښځینه کارکوونکو حضور مرسته رسوونکو بنسټونو ته اجازه ورکوي چې له هغو ښځینه وګړو سره اړیکه ونیسي چې د ټولنیزو او کلتوري شرایطو له امله له نارینه کارکوونکو سره مستقیم تعامل نه شي کولی.
طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې ښځې او نجونې په ګڼو دولتي او نادولتي ادارو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع کړې دي. ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم په وار وار د دغو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د بشري مرستو د اغېزمن رسولو لپاره د ښځینه کارکوونکو فعالیت ضروري دی.
د طالبانو حکومت بیا له دغو محدودیتونو دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړې د افغانستان له کلتور او د اسلامي شریعت له احکامو سره سمون لري. اوچا په خپل تازه پیغام کې یو ځل بیا د ښځینه مرستندویو پر کار د محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.