افغان الف لوبډلې د ځوانانو اسیا کپ کې بنګلهدېش ته هم ماتې وخوړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د ځوانانو د اسیا کپ په سیالیو کې خپله دویمه لوبه هم وبایلله. افغان لوبډله دا ځل د بنګلهدېش الف لوبډلې پر وړاندې ولوبېده او د ټاکلي هدف له دفاع کولو پاتې راغله.
افغان لوبډلې په دې پنځوس اوریزه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه. د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې ۱۷۴ منډې جوړې کړې او بنګلهدېش ته یې د بریا لپاره همدومره هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره اکرام عليخیل تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. هغه ۴۸ منډې وکړې، په داسې حال کې چې درویش رسولي او عمران میر هر یوه ۱۹، او حسن عیسیخیل ۱۶ منډې ثبت کړې.
بنګلهدېش الف لوبډلې د افغان توپاچوونکو پر وړاندې خپل هدف په ۴۶م اور کې بشپړ کړ او په دې توګه یې لوبه وګټله. د افغانستان په توپاچوونه کې نوید ځدراڼ بیا ښه وځلېد او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې وسوځول.
له نوید ځدراڼ سره نصیر خان معروفخېل او فرمانالله هم اغېزمن وو؛ دواړو توپاچوونکو دوه، دوه ویکټې واخیستې، خو د بنګلهدېش د هدف د بشپړېدو مخه یې ونه شوای نیولی.
افغان الف لوبډلې تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې له سریلانکا څخه هم ماتې خوړلې وه. د دې لوبډلې راتلونکې لوبه به د نومبر په ۲۳مه نېټه د هانګ کانګ پر وړاندې وي.