افغانې کلیوالې ښځې د کرنې لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه کوي

د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت افغانې بزګرانې وايي، که څه هم دوی د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې مهم کارونه ترسره کوي، خو د اوبو کمښت، د بازارونو نشتوالی او د عصري وسایلو محدود لاسرسی یې فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
د دې ورځې سږنۍ موضوع د کلیوالو ښځینه بزګرانو له خوا د مور او طبیعت پالنې ته ځانګړې شوې ده. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه بیان کې ویلي چې کلیوالې ښځې د تخمونو او حیاتي تنوع په ساتنه، د اوبو په مدیریت او د زیانمنو شویو ځمکو په بېرته رغولو کې دوامدار رول لري.
په افغانستان کې د کلیوالو سیمو ښځې د کرنیز بهیر له پیل څخه تر راټولولو او د حاصلاتو تر پروسس پورې له خپلو کورنیو سره مرسته کوي. یو شمېر ښځې دغه چارې په خپلواکه توګه هم ترسره کوي، خو د کرنې دودیز جوړښت او د ماشینونو نشتوالی د دوی د کار کچه او عاید محدودوي.
ممتاز یوسفزۍ، چې د بزګرو ښځو د ټولنې مشري کوي، امریکا غږ ته ویلي چې د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه کلیوالې ښځې په کروندو کې کار کوي. د هغې په وینا، له ۲۰۱۸ کال راهیسې د دې ټولنې له لارې د کابل شاوخوا سیمو سلګونو ښځو د کرنې په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی.
د کابل د دهسبز ولسوالۍ اوسېدونکې بڼواله رقیبه وايي، له خپل مېړه سره یوځای د کرنې او بڼوالۍ په ټولو چارو کې برخه اخلي. هغې ویلي چې د اقلیم بدلون له امله یې سږکال د مېوو حاصلات کم وو. رقیبې د اوبو کمښت، د محصولاتو لپاره د بازار نشتوالی او د مالي ملاتړ کمبود د بزګرانو له مهمو ستونزو وبلل او له نړیوالو ادارو یې د افغان ښځینه بزګرانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، کلیوالې ښځې ډېری وخت د خپلې ونډې په پرتله د ځمکې، اوبو او نورو طبیعي سرچینو، مالي خدمتونو، بازارونو، ټکنالوژۍ او کرنیزو خدمتونو ته لږ لاسرسی لري. د دغې ادارې په وینا، دوی باید د ټولنیز خوندیتوب، مناسب کار او د اقلیم له بدلون سره د مقابلې لپاره د انعطاف وړ بنسټونو له اسانتیاوو هم برخمنې شي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې کلیوالې ښځې باید د کرنیزو پالیسیو په جوړولو او د اقلیم، حیاتي تنوع او ځمکو د بیارغونې لپاره د تمویل په اړه پرېکړو کې ونډه ولري. دغه اداره له حکومتونو، مالي بنسټونو، سوداګریزو ادارو او پراختیايي شریکانو غواړي چې په مستقیم ډول پر کلیوالو ښځو پانګونه وکړي.
د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ لومړی ځل د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په ۱۵مه په رسمي ډول ولمانځل شوه. دا ورځ د خوړو له نړیوالې ورځې یوه ورځ وړاندې لمانځل کېږي، څو د خوړو په تولید او خوندیتوب کې د کلیوالو ښځو رول لا څرګند شي.