اسلامي همکاریو ټولنه: د افغان ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرې دوام لري

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد الشیخ احمد وايي، دغه ټولنه له اسلامي امارت سره د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرو ته دوام ورکوي.
نوموړي دا څرګندونې په بغداد کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په غونډه کې کړې دي. هغه وویل، د ښځو او نجونو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ روانې ساتل کېږي.
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي زیاته کړه چې دغه سازمان د زدهکړو ملاتړ کوي او هڅه کوي د افغانستان د خلکو بشري او اقتصادي اړتیاوو ته رسېدنه وشي.
په همدې غونډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د افغانستان، سوډان او سومالیا وضعیت ننګونکی وباله.
فیدان ویلي، د یادو هېوادونو موضوعات باید د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د اجنډا په سر کې ځای ولري.
د غونډې په ترڅ کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د دریځ او له اسلامي امارت سره د خبرو د دوام موضوع هم مطرح شوې ده.