اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د تعامل د لارې نقشې بحث کړی

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د وزیرانو د اړیکو ډلې په یوه مقدماتي غونډه کې له طالبانو سره د تعامل لپاره د لارې نقشې پر جوړولو بحث کړی دی.
سازمان ویلي، د غونډې ګډونوالو د افغانستان سیاسي او بشري وضعیت ارزولی او د هېواد د خلکو د ملاتړ، ثبات او پرمختګ لپاره یې پر اړوندو موضوعاتو خبرې کړې دي.
دا غونډه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو د اړیکو ډلې له لوري جوړه شوې وه. په دې ناسته کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل د څرنګوالي او راتلونکو ګامونو په اړه بحث وشو.
اسلامي همکاریو سازمان د غونډې د نورو جزئیاتو په اړه، چې د لارې نقشې په جوړولو کې به کوم مشخص موارد شامل وي، معلومات نه دي ورکړي.