اروپايي ډیپلوماټانو په اسلاماباد کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي، په پاکستان کې د ناروې سفیر سیګوالډ هاګ او په پاکستان کې د سویس سفیر سټیفن ری په اسلاماباد کې د افغانستان د وضعیت په اړه لیدنه او خبرې کړې دي.
په اسلاماباد کې د سویس سفارت په اېکس کې ویلي چې باثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی. سفارت د افغانستان په اړه د نړیوالو هېوادونو ترمنځ د دوامدار تعامل، د شریکانو د لا نږدې همغږۍ او له سیمهییزو هېوادونو سره د پرلهپسې خبرو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
ریچارډ لېنډسي، چې په دې وروستیو کې کابل ته تللی و، ویلي چې له طالب چارواکو، نادولتي سازمانونو او د مدني ټولنې له استازو سره یې په لیدنو کې د سیمهییز ثبات او له ترهګرۍ سره د مبارزې موضوعات مطرح کړي دي. هغه د ښځو او نجونو د حقونو د تأمین اړتیا هم یاده کړې ده.
دا ناسته په داسې مهال شوې چې اروپايي هېوادونه د طالبانو له حکومت سره د خپلو اړیکو د څرنګوالي په اړه بېلابېل عملي تماسونه ساتي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، ځینو هېوادونو د طالبانو له خوا ورپېژندل شوي ډیپلوماټان منلي او جرمني او فرانسې د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې پیل کړې دي چې په اروپا کې پر جرمونو تورن یا محکوم شوي دي.
سره له دې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له روسیې پرته بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی په رسمیت پېژندلی، ګڼو هېوادونو له دغه حکومت سره په بشري مرستو، امنیت، کډوالۍ او سیمهییز ثبات پورې اړوندو برخو کې عملي اړیکې ساتلې دي.
بریتانیا، سویس او ناروې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زدهکړې او کار محدودیتونه، له نږدې څاري. د افغانستان اقتصادي ستونزې، بشري ناورین او امنیتي اندېښنې هم د نړیوالو بحثونو مهمې موضوعات پاتې دي. د دغو استازو لیدنه ښيي چې اروپايي هېوادونه له طالبانو سره د تعامل ترڅنګ د بشري حقونو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه پر خپلو غوښتنو هم ټینګار کوي.