د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالهادي عطايي ملا

د عبدالهادي عطايي ملا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالهادي عطايي ملا

ستا چي ياد ومه ځواني وه تا چي هېر کړم اوس زړېږم
مست اټک وم بهېدمه دروند خيبر سوم رانړېږم
دا د لمر د تندې اور دی د مالګينو شونډو زور دی
تنده نه سوه يو بلا سوه ډوب په بحر نه اوبېږم
تور او سره رنګونه يو دي د وخت لمر ته نه ټینګېږي
که له سترګو دي کړم ليري نو د شونډو هم هېرېږم
په پېرزو د يارانې مي شهادت را خراب نه کړئ
د ګدئ يارانو واورئ لاس مو نه غواړم ډوبېږم
د سحر د سترګو پرخه، مازيګر د غروب کرښه
ستا د حسن خیال آباد کښي، پردېس خیال يمه تېرېږم