پښتو ادب · شاعران
قاسم باز
د قاسم باز پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
6 خپاره شوي شعرونه
!منظور پشتین تهبشپړ شعر ولولئ
!منظور پشتین ته
قاسم باز
سره ټوپه ، په سر ده د منظور پښتون
دار ته دی روان ګوره منصور پښتون
غږ یی د بلال دی ناره ، چغه حیدری لری
ملا یی کلکه تړلی دی سر کښه دلاور پښتون
دی به را ژوندي کړی خاطری بیا د ایپی فقیر
هم د ایمل خان د خوشحال خان او د اکبر پښتون
دوه لاسه سلام به دی ابا او ادی مور ته کړم
چا چی دی روزلی او لوی کړی داسی نر پښتون
ویرجینیا امریکا
۲۴ /۹/۱۰
دا د ژوند یو حقیقت دیبشپړ شعر ولولئ
دا د ژوند یو حقیقت دی
قاسم باز
دا د ژوند یو حقیقت دی
که هر څومره مهربان وی ، منتظر د ستم اوسه
که صادق وی او پاک نیته ، انتظار د ظالم اوسه
که هر څومره وی خاکی ، و هغومره بی ارزش شی
ته چی څومره شی دلسوزه ، بی بها شی عظیم اوسه
مه شیرین شه مشه تریخ ، دی جهان کښی متا نه شته
دا د ژوند یو حقیقت دی ، ګرانه وروره خادم اوسه
که دی مینه وکړه زیاته ، بیا دوی وایی لیونی دی
د ناسور زخم د پاره ، قاسم باز ته ملحم اوسه
قاسم باز
ویرجینیا ، امریکا
۱۰ / ۳ / ۲۴
پوښتنهبشپړ شعر ولولئ
پوښتنه
قاسم باز
منځنی ختیځ خو مهد پیغمبر خیز دی
هم هغسی د بد کارو یوغټ بیز دی
د ګرمی د لاسه مغز پکښی اوبه شی
د مستی او حوسونو پکښی خیز دی
نوح یوسف لوط ابراهیم دی واړه هلته
دا یو زه بد بخت اوسیږم ګنی دلته
اوس نو ته راته ګویا شه ملا جانه
سوال لری ستا یو ملګری قاسم خانه
ایا هاغو چی بشر ته خدمت کړی
تلیفون، جهاز سرک یی سمنت کړی
ایا وی به داسی خلک هم جنت کی
کومو خلکو چی جنت را دوزخت کړی
۲۴/۱/۱۰
ویرجینیا ، امریکاقاسم باز
د هر چا منمبشپړ شعر ولولئ
د هر چا منم
قاسم باز
زه د هیچا نه منم ، خو د لر کلی د ملا منم
زه د خپل چړی منم ، او بر کلی اجړا منم
مسجد منم کعبه منم ، عمل د شیطانی کوم
زه د تور پنجاب د تور لنګی مفتی پاچا منم
په کفر می تورن نکړی، زه سچه افغان یمه
هاغه منم دغه منم ، خو يواځی د اشنا منم
شعر د : قاسم باز ، ۲۰۲۴ / ۲۶ / ۰۸
داسی نه ومبشپړ شعر ولولئ
داسی نه وم
قاسم باز
ګیله
تر کومه وخته چی ژوندی ومه، هیڅ شی نه ومه
کله چی مړ شم ، همنفس د زاړه ځوان به شمه
چی تری نه لاړ شم او بیده شم ابدی خوب باندی
نو به ژوندی شی خاطری ورته جانان به شمه
د ایینی او د الماس په قدر ځان پوه کړی
کله چی مات شمه پوهیږم چی فغان به شمه
۱۲/۲۸/۲۰۲۲
************
داسی نه وم
بیده ښه یم چی بیده وم بی خبر وم
چی راویښ شمه د ځان سره په شر وم
سترګی پټی هسی ښی دی چی وی پټی
خو چی ویښی شی له اوښکو ګربیان تر وم
لیونی چی لیونتوب کړی بد خو نکړی
کله کله خپل ماضی ته زه اوتر وم
دا څه ګورم دا څه مخکښی می تیریږی
زه پخوا خو داسی نه، پرهر پرهر وم
دا څه وشول دا به څه او دا څه کیړی
زه یو وختی لوی فاتح او لوی محشر وم
نه د درد نه د ژړا اوس څوک لرمه
زه غښتلی وم پخوا تل په ظفر وم
انسانیت او ادمیت دلته ورک شوی
باور وکړی کله ځانی زه منکر وم
بی وسي یم، زه اوس داسی زبون کړی
زه پخوا د ټولو خلکو جان جیګر وم
قاسم باز، ۱/۸/۲۰۲۳
////////////////////////////////////////////////////////////////////////
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
قاسم باز
۲۰۲۲ / ۱۴ / ۸ ، ویرجینیا – امریکا
زما په شنډو مسکا ، پیغام د ذغم ور کوی
د بی وسی نه خاندم ، سترګی می نم ورکوی
اوښکو می سترګو کی، طوفان د غم جوړ کړی
خندا له جبره کړمه ، قیمت صنم ورکوی
زړګیه باغ ته لاړ شه ، حال د انار وګوره
په خوله مسکی ښکاری ، سینه کی خم ورکوی
خندا ژړا می دواړه ، زړه ته قوت رابښی
داسی قوت چی ګل ته ، سهار شبنم ورکوی.
قاسم باز
۲۰۱۹ / ۲۷ / ۹ ، ویرجینیا – امریکا
څوک په جنت کی د قیمار لیونی
څوک په دوزخ کی د خمار لیونی
څوک دی د حورو د بستر په تمه
څوک د ليدلو د رویبار لیونی