پښتو ادب · شاعران
قاضی زاده پشیوال
د قاضی زاده پشیوال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
د ښځی مـقام نـمـانځـنـه، د مارچ د اتمی په ویاړبشپړ شعر ولولئ
د ښځی مـقام نـمـانځـنـه، د مارچ د اتمی په ویاړ
قاضی زاده پشیوال
ښـځـــه!
تـه د بــشـر د خـلقـت کـور یی تـه د آدم د نـسـل مـور یی
تــه هـم لـوریی ، ته هم خور یی تـه د هـرچــا د ستـرګـو تور یی
سـتــــر مــقـام او مـنـزلــت دی مـبـارک
هره ورځ او ددی ورځی عــزت دی مبارک
سـتـا غــیږه زانـګو د رسـولانو د انــبــیـاو ، صـــالــحــانــو
د بـیـبـیـانـو او شـــاهـــانــو د پــوهــانــو ، عــالـمـانــو
ســـزاوار د احــتــرام یی، حــیثیت دی مبارک
هره ورځ او ددی ورځی عــزت دی مبارک
تـا ګالـلی ډیر ربړونـه،زحمتونه بـیـخوبی ، نارامی او شوګیرونه
لـوږه تنده ، کــړاوونه ، تکلیفونه د ټـولنی نـاخـوالی او ظـلمونه
اجــرونـه د زیــار او مـشـقـت دی مبارک
هره ورځ او ددی ورځی عــزت دی مبارک
نه کورنه هـم ټولـنه بی له تا به وی آباده نه ښوونه ،نه روزنه بی تا به وی تل ښاده
سـتا زحـمت او غـیرت به وی تل یاده سـتا په آرامی کی هـوسـایی د ټول هـیـواده
ددنـیا چـی پـرښـته یی، عظـمـت دی مـبارک
هره ورځ او ددی ورځی عــزت دی مبارک
ســتا هـمـت او مـیړانه جهان خوځوی سـتا چـیغـه د مـیړانی ځمکه او آسمان خوځوی
د حـق غـوښـتنی آواز او شـهامت دی مبارک
هره ورځ او ددی ورځی درعــزت دی مبارک
سـتا حـقونه هـم په دیـن اوهم په آیین کی ګورو پـه سیـاست، تجارت ، ټول قوانین کی ګورو
که څوک غواړی که نه غواړی، په یقین کی ګورو که تـعبـیر یی شی خلافه خو په رښـتین کی ګورو
جــهـد د آزادی او خــدمــت دی مـبـارک
هره ورځ او ددی ورځی درعــزت دی مبارک
د پښـتـنـو د جـرګی پـه مـنـاسـبـتبشپړ شعر ولولئ
د پښـتـنـو د جـرګی پـه مـنـاسـبـت
قاضی زاده پشیوال
بیا د خیبر په سردرو کی نوی شرنګ دی بیا مو پیغام د تړون اونام او ننګ دی
بیا مو غږ دآزادی ، نوی آهـنګ دی بیا مو هـوډ د یووالی او غورځنګ دی
د لـر او بـر دا پیوستون ته سـلام
د پښتون قام دغـه پاڅون ته سـلام
څو به سوځیږو په اور د ظلمت کی مونږه څو به اوسیږو په تیارو د جهالت کی مونږه
څو به جنګـیـږو د پردو منفعت کی مونږه څو به تاویږو د اغیارو سیاست کی مونږه
ویده افکار مو بیا په هوش راغلی
د غیرت ویـنی مو په جوش راغلی
ټوټی ټوتی په لر او بری پراته یو د چا د لاسه در په در پـراته یو
ولی بی علمه بی هنر پراته یو دی توفانو کی بی ګـدر پراته یو
مونږ د اغیارو زد او بند نه منو
مونږ فرضی کرښه د ډیورند نه منو
چه حق ویلی نشو ، دا څنګه ازادی ده چه وژنی مو خپل کور کی ، دا څنګه زندګی ده
چه هر تور کی یو راګیر ، دا څنګه خوشحالی ده چه محل علاقه غیر وی ، دا څـنګه آبادی ده
نور دا ظلم او ذلت نه منو
پخپله خاوره بل قـدرت نه منو
مونږ جهانیانو ته پیغام رسوو د خپل پاڅون پوره الهام رسوو
دردونه ډیر د خپل قام رسوو د خپل عزت او خپل کام رسوو
هر چیری که اوسیږو ، یو بیان یو مونږه
یو موټی یو ملت ، یو افغان یو مونږه
!!عــجــیــبــه وطــــنبشپړ شعر ولولئ
!!عــجــیــبــه وطــــن
قاضی زاده پشیوال
عـجیـبـه غـونـدی وطن دی ، دلـتـه واوری غـرونـه غـرونـه لـری لـوی سـیـنـدونـه ، کـانـونـه ، ځـنـګـلـونـــه
خـو کـلـه دومره اوبـه نه وی چی ګلان پری اوبه شــــــــــی کـله راشی سیلابـونه ، وران ویجاړ کړی شنه فصلونه
لــویـی دښــتــی بـی حــــــــــــــــــــاصـله ، تـش ډاګـــونــه خـو روان دی هـری خـواته ډک ډک دریــــــابــونــــه
کـلـه قهـر د فـلـک وی ، زلـزلـی کـورونـــه وران کـــــړی کــلــه راشــی مــلـخــان ، تـــنـد ر تـــنـدر آفـتـونـه
دا ظـلـم د فـــــــــــــــــــلـک دی کــه زمــونـږه نــاتـوانـی چی یـو سـتـړی پـه فـریـاد کـی، ستـړی سـتـړی ارمانونه
مـدیـریـت په اوبـو نشـتـه ، ځـنـګـلـونـه تـــــــــبـاه کـیـږی کـانـونـه یـی لــوټ کـیـږی ، پخپل سـر یی دی کـارونـه
تـعـصـب پـه عصری زده کـــــړو او تخـنیـک دی روان مـدرسـی دی چـی پـرانـیـزی ، خو تـړی نـور مـکـتـبـونـه
لــوږه ، تـنـده ورځ تـر ورځ زیاتـیـږی ، نـه کــــمـیـږی خـلـک وځـی لـه وطـنـه ، لـه اجــبـاره سـفـرونـه
واکـداران پـه چـړچـو کـی ، ورځ تر بـلی پـلـن کیـږی صـدراعـظـم په نـاست ویـده، وزیـران ته رسـی د ډالـرو کـومـکـونـــه
خـلـک تـبـاه شـول د قـحـطـی، قـیـمـتی، او بـیـوزلـی نـه خـو مـشـران پـه مـسـتـی کـی ، دری څلور یی ودونـه
نـه احـسـاس د مـسـولـیـت کـړی، نـه وچاتـه ځوابـــګـوی ولــس بــولـی غــلامـان ، کـاڼـه کـاڼـه غـوږونــه
د دوی دیـن ځـانـتـه دیـــــــــن دی، د دنـیـانــه بـیـګـــــانـه قـانـون نـه مـنـی دلـتـه، لـه شـریـعـتـه تـحـریـفـونــه
ښځي شـوی بـنـدیـانـی، تـل به وی پـه کور، یا به ځی په ګور دا ظـلـم دی جـاری، د شـیـخ صـاحـب فـرمـانـونــه
تـر کـــــــــــــلـه بـه ذلــــــت وی، ظـــلـم او جــهـالـــت وی سـتـرګـی پټی لـه دنـیـانـه، خـو جــاری ددوی حکـمـونـه
فـلــسـطــیــن یــا جــهــنــم؟بشپړ شعر ولولئ
فـلــسـطــیــن یــا جــهــنــم؟
قاضی زاده پشیوال
ای پــه نـړی کـی پـراتــه مـسـلـمـانـو: ای عــــرب او عـــجـــم د اسـلام پــیـروانــو
غــزه نــابــود شــوه تـریـنـه دودونـه خـیـژی د اور لـمـبـی ، لــوګــی او چـیـغـونـه خـیـژی
واړه زاړه ټــول پـه فـریـاد دی فـلـسـطـیـنـیـان هــــلاک او بــربــاد دی
چــاتـــه نــرســی کــفــن او ګـــور څــوک یی نــشـتــه پـه جــهـان کی غـمـخـور
لـه لـوږی ، تـنـدی هـلاک مـاشـومـان شـول د یـهـودو پـه لـمـبـو وریـت انـسـانـان شـول
چـیـرتـه دی بـشـری عـاطـفـه او انـسـآنـیـت څـه شـول د بـشـر حـقـوق او مـصـؤ نـیـت
اســرایـیـل او امـریــکـا خـوشـحـالی کوی د مـــســلــمــانــانــو وژل پـه سـیـالـی کـوی
نـو ای مـسـلـمـانـو:
څـه شـو سـتـاسـو جـهـاد ، غــزا او اسـتـشـهـادی څـه شـو سـتـاسـو اتـوم بـم ،راکـټ او پـهـپـادی
ولـی نـه ګـوری دا کـړاو اودا ســـتـــم ولـی نــه اوری دا ظـلـمـو نـه رقـم رقـم
د خـپـلـو خـلـکـو وژلـو تـه خـو قـهـرمـان یی پـه انـفـجـار او انـتحـار کـی خـو بـاتــوران یـی
لـږ غـیـرت او عـقـیـده د اسـلامـیـت ده پـکـار ای د عـــرب شـیـخـانــو سـتـاسـو مـــذمــت دی پـکـار
بــس دی غــلامــی د یــهـود او نــصـارا مـکوی نـور ظـلـم پـر فـلـسـطـیـنـی مـظـلـومـان مـــکوی
نــور تــر کــومــی د قــتــل عــام نـنـداره کــوی شـرم دی وتـاســوتــه چــی دا نــظــاره کـی
کـــه نـتـنـیـاهـــو جــوړ کــړی جـهـنـم دی جـوبـایـدن پـه دا جـنـایــت کی هــم مــجــرم دی
د ګـیـلـه مـن پـه یـادبشپړ شعر ولولئ
د ګـیـلـه مـن پـه یـاد
قاضی زاده پشیوال
د ګـیـلـه مـن پـه یـاد
د شهید پیغام
موټی شوم د خاورو خو همت می افسانه شو
تیر شومه له ژونده خو ژوند می ترانه شو
ساه می په اسمان کی یوعبرت په زمانه شو
څاحکی می د وینو رنګ د ګل او پیمانه شو
شهید یمه شهید یم د وطن په ننګ شهید یم
شهید یمه شهید یم دافغان په رنګ شهید یم
آزاد ژوندون هر وخت قربانی غواړی
دا خاوره له دښمنو پاسبانی غواړی
ننګ او عزت شوق توفانی غواړی
زړه غواړی همت غواړی پوهَ انسانی غواړی
شهید یمه………….
ځما ایمان ځما پیمان ځما سنګر وساتی
هره لویشته ددی خاوری په خپل سر و ساتی
د خلکو شان او عظمت د لروبر وساتی
مکړی نفاق په قومونو برابر و ساتی
شهید یمه…………….
ماته آمیل د سرو ګلونو او ژړا مکوی
په ما میلی مو د خوښی او صهبا مکوی
ماته سودا چیرته د نن او سبا مکوی
له دی تګ لاری د ژوندون نه،تاسی هم شا مکوی
شهید یمه…………..
هلته به زه شمه آرام په ګور کښي
چه وطنوال می شی راستون په خپل کور کښی
نه به راګیر وی بیګناه څوک په تور کښی
نه به ژوند وی د ذلت ، نه په بیغور کښی
شهید یمه…………
څـو بـه یـو خـواراوزار کـبـاب کـبـاب
څـو بّ نـکـړو د دښـمـن سـره حـسـاب
څـو بـه یـو پـه خـپـل ویـنـو کـی غـرقـاب
څـو بـه ګـالـو ظـلـمـونـه د پـنـجـاب
شـهـیـد یـمـه…..