پښتو ادب · شاعران
عظم الدين عليمي
د عظم الدين عليمي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
21 خپاره شوي شعرونه
بیړنۍ چارهبشپړ شعر ولولئ
بیړنۍ چاره
عظم الدين عليمي
تـوپـانـي څـپـو کې ګـرځـی د هـیـواد ستـره بيړۍ ده
د ګـرداو پـر خـوا روانــه اوږده شـپـه د تـاریکۍ ده
عجیبه يې مسافـر دي څـه ویـده دي څّه يې غله دي
څـه خـپـل منځ کې مــرور دي بېلابېله يـې ډلګۍ ده
ننګيالي زيـارکښ وګـړي دي کونجو تـه شـړل شــوي
د مشرانو يې غورځيدلې له سرو ښايسته پګړۍ ده
د مـاڼــو لـه هــره اړخــه د مـفـسـدو ټـولـی تـاو دی
وايي ډوبـه دې کشتۍ شي دا زمـوږ نه ده پردۍ ده
ترې به وځو لامبوزن یو د ساحل پر خوا به لاړ شو
زر مـو بـډو کې مـنـډلي په هر ځاي غوړه مړۍ ده
مــيــړنــیــو تـاریـخـسـازو د وطـن زړورو خــلـکـو!
یو بل ونیسئ پـه غېږ کې ستاسې مینه مـوروثۍ ده
د هــر قــوم ښــایـسـتـه ګلانو د خوږو ژبـو توتیانو
مـتـحـد شـئ مـتـفـق شئ اړ مـو خـاوره مـورنۍ ده
د ظالم لاسونه مات کړئ د مظلوم ګریوان آزاد کړئ
انـسـانـي غـږ د بـدلـون تـه مـنـتـظـره مـو نــړۍ ده
راځئ سـتـوري د سـحـر شئ د تیارو لپاره لمر شئ
د ژغـورنې لـوی لـښـکـر شئ لار رڼا د کامیابۍ ده
د بیړۍ مسیر بـدل کـړئ د ساحل لـوری منزل کړئ
«علیمي» وايـي چــې ژر شئ دغه چاره بیړنۍ ده
د اتفاق لاربشپړ شعر ولولئ
د اتفاق لار
عظم الدين عليمي
راشـئ خـبـرې ټـولـې پــرېــږدئ پرونۍ پرونۍ
ورکــــړئ دا سـخــتــه ازمـــویـــنــه نننۍ نننۍ
د بـوسـو لانـدې د اوبـو بـیـونـه څـه په کار ده
سـتـرګــې مــو ولې پـټــوئ لـه روشنۍ روشنۍ
د زوال لار بـانـدې کاروان له تګ راوګـرځــوئ
شـرم دی خـپـل منځ کې روانې تربګنۍ تربګنۍ
وسمهال مخ دي له خـطـر سره تاریخ جغـرافیه
وژغــورئ خــــاوره مـقــدســـــه مورنۍ مورنۍ
هیواد ګد کور دی هر افغان په کې خاپوړې کړي
تـش یـو څـو کـسـه پـرديـپـال ښـه پيژنئ پيژنئ!
تـېـرمـهـال لارو د نـفــاق زخمي زخمي کړ وطن
د اتـفـاق لاره کــړئ خــپـلــه ســـــږنۍ ســــږنۍ
د بهرني تـېـري پـه وخـت افـغـانان یولاس کېدل
راځـئ ژونـدۍ مـو عـنـعـنـه کـــړئ پلرنۍ پلرنۍ
لـربـر افغانه پـام کـړه زړونه درنه لـربـر نه شي
نـقـشـه تـرسـیـم کــړئ د یـووالـي سبانۍ سبانۍ
د اټک پله باندې تور سور زرغون بیرغ ودروئ
شــنـډه بــدرنـګــه دســیــســه کــړئ لندنۍ لندنۍ
روضه کړئ جوړه پيښور کې د میوند د فاتح(ا)
نــوم د مـلالـې هـم کــړئ حـک پــه ودانۍ ودانۍ
تـېـر تـاریـخي پـرتم ژوندی د پيښور د ښار کړئ
ښـکـلـې پـلازمـېـنـه بـیـاځــلـي کړئ ژمنۍ ژمنۍ
«علیمي» هـوډ د ولسو بـه يـې ټوټې ټوټې کړي
اغـځــن تــارونــه پـنـجـابـي پــــــه اسانۍ اسانۍ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(ا) د میوند فاتح سردار محمد ایوب خان
ناولی جنګبشپړ شعر ولولئ
ناولی جنګ
عظم الدين عليمي
شيطاني پلان پيدا کړ د بدرنګې ترهګرۍ جنګ
دا د ويـنـو بـهـولـو د تـخـريـب او ورانکارۍ جنګ
د پـرديـو د پـلـيـدو ګـټـو مـوخـې پــه کـې پټې
پر افـغـان بـانـدې تـپـلـی د وطن د تباهۍ جنګ
د ظلمونو انـتـهـا ده مظلومان سيزي په اور کې
د وسـلـو د سـوداګـرو د حـريـصـې بډايۍ جنګ
دا پـه نـوم د مـدنـيـت چې شرارت لري تخرگ کې
وحشتونه زيږوي او پر مخ وړي د بې ننگۍ جنګ
قـربـانـي يې افـغـانـان دي له امـو تـر ابـاسـيـنـه
د نـاولـي بـشري ضـد د زورمندو د سيالۍ جنګ
خزانبشپړ شعر ولولئ
خزان
عظم الدين عليمي
يو خزان تېر نه وي چې بل پسې بدتر راځي
پسرلي به څنګه د اورونو پر بستر راځي
بيه يې ارزانه تويول يې ډير اسان دي ځکه
د افغان وينې پسې هر پردی لښکر راځي
د زړونو منځ کې فريبونو کړې پيدا فاصلې
بريا د کرکې مو د مينې پر سنگر راځي
بيرحم توپان دی رژوي گلان پسرلي نه پرېږدي
بوي د باروتو د لمبو شام و سحر راځي
چې له امو تر اباسينه متحد شي افغان
هله به دلته بهارونه او اختر راځي
ورکه سولهبشپړ شعر ولولئ
ورکه سوله
عظم الدين عليمي
يم بـه لـيـونی چې لـيـونی راتـه جـهـان ښکاري
تش له رڼو ستورو راته ارت ستر اسمان ښکاري
ګرځې انجړ زلفې مهرويانې سينګار نـه غـواړي
خولو کې يې مسکا ځپلې غم وچ يې لبان ښکاري
کـډه د انـسان لـه وجـود انس کـړې يـو آن پـاتـې
زړونو کې رنگين د مينې بڼ مړاوی خزان ښکاري
څـنـګـه بـه د عـدل تقاضې دلته پوره کړي څوک
ظلم تـه بـډوهـلي د نـړۍ لـوي زورواکان ښکاري
نـه ويـنـم رمبی د مليار لاس کې ګلان نـه پـالـي
پټ د غـڼـو جـال کـې راتـه ګل د گلستان ښکاري
هـر چـاتـه ځـانـي ګـټـه تـر بـلـې ګـټـې لوړه ده
جـنـګ دی د نـاولـو ګـټـو ورک امن و امان ښکاري
ډنډ کې د خـوسا اوبـو مفسد د ژونـد لامبو وهي
بحر د فـساد تـه غـورځـيـدلـی نـن افـغـان ښکاري
ويـنـې دي ارزانـــه بـهـول يـې ګــنــاه نــه لـري
نـه لـري يـو پـاک رهـبـر نـهـيـلـي زيارکښان ښکاري
نظمبشپړ شعر ولولئ
نظم
عظم الدين عليمي
په دې ورځو کې ځيني افغانان د فيسبوک له لارې له فرعون سره د ارتباط په نوې اختراع خبرې کوي. ځکه مې دا لاندې نظم وليکه:
تـخـصـص مې پـر پـــرون د قـضـاوت دی
پـر هــمـــدغـــه لاره تـلـل راتــــه لـذت دی
د نــن ســتــونـزې سـره نــه لـرم ډېـر کار
تـېـر غـنـدنـه يـا سـتـايـنـه مې حکمت دی
د وطن په کـور کـې ميشت پاشلي غواړم
راتـه غـوره پـه خپل منځ کې عـداوت دی
نـاخـبـر لــه مــلــي گـټـو پـردي ډوهـل تـه
نـڅــېــدو کـې را پــه بـرخــه مـهـارت دی
د پـــردو د جــنــگ ډگـر لـيـدلـی نـه شــم
ما بـايـلـلـی د دوه ســتــرگـو بـصـارت دی
په نفاق کې مې شخصي مفاد خوندي دی
پـه جگړو کې مې موندلی زيات ثروت دی
يـو پټ لاس مې بـوخـتـوي پر عـبـثـيـاتو
مــا لـه ځـانـه تـښـتـوي جـوړ شــرارت دی
پـه زرونـو کـالـو شـا تـه ټـوپ وهـی شـم
د فــرعــون زمــانــې تـه مـې رحـلـت دی
هـمـدا مـيـنـه د ماضي ده پرې ژوندی يم
مـسـتـقـبـل مې حساب کړی پـه ذلـت دی
د زمانې جفابشپړ شعر ولولئ
د زمانې جفا
عظم الدين عليمي
راتـــه يـې ټــول عــمــر تـرخــه راکړې
کـلـه نـــاکـلـه يــــې خــــــواږه راکړي
د دلـبـر تـريـخ نـظــر کې اور و مـدام
پـه سـرو لـمـبـو يـې سـوځـيده راکړي
مــهــر يــې پـــه قـهــر اړولــی دی ژر
که خوږې شونډې يې په خوله راکړي
چــې يـرغـلـگـر د زړه حـريـم ته تللی
نــو گـــوزارونـــه ېـې پــاخــه راکړي
بــدن ټـوټـې هــره ټـوټـه يـې پـرهــر
څـــومــره دردونــه بـيـلـتـانــه راکړي
شوم د ديورنـد پر خنـجر وينې وينې
د ســر کـاســه کـې يــې اوبــه راکړي
چـې رغـاوي تـه مې امان (1) راغلی
جـهـان پـه ښـه سـتـرگـه کاته راکړي
بـيـا وهـل شـوی پـر لـغـتـو مـــړ يم
ښـکـيـلاک د کور دنـنـه خـره راکړي
عظم الدين عليمي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(11) امان الله
لیونی پښتونبشپړ شعر ولولئ
لیونی پښتون
عظم الدين عليمي
پـنـجـابـیـه دســـیـــســــو دې لـــیــونـی کـــړم
پـه تـرهـګـرو مـدرســـو دې لـــیــونـی کـــړم
د اســلام د پــاک نــامــه پــه نـــوم بــار بــار
د فــریــب اوږدو دامــــو دې لـــیــونـی کــړم
نــه پــه غــم کې د انـســـان یــې نــه د دیـــن
د ریــا مــکــر نــــــــارو دې لـــیـــونـی کـړم
چې پښتون ـ بلوڅ سر جګ کړي ته یې ریبې
سـل نــادودو نــاکـــردو دې لــــیـــونـی کـړم
د مـشـال د مــرګ حــسـاب بـه درنـه غواړم
نـور دې نه پـريـږدم حـیلـو دې لـیـونـی کړم
پـر اغـځـن تـار افـغـان نـــه شــې بـیـلـولــی
دیـورنـد کرښې ته راتـلـو دې لـــیـــونی کړم
پـښــتـونخوا کې شوه د زغم کاسه نسکوره
د تـوپـونـو پـه ویـشـتــو دې لـــیـــونی کړم
هر پښتون دی اوس تیار د حق غوښتو ته
پــه صــبـرونـو حـوصـلـو دې لــیــونی کړم
پنجابي ښکیلاکګر ته – د پښتون زلمي ویـنابشپړ شعر ولولئ
پنجابي ښکیلاکګر ته – د پښتون زلمي ویـنا
عظم الدين عليمي
پنجابي ښکیلاکګر ته
د پښتون زلمي ویــنا
لاس دې غوڅوم دا خپل ګریوان مې خلاصوم
بـس دی ای غـاصـبـه پـښـتــون کـور آزادوم
* * * * * * * * * *
تا نالوستی پریښی یمه ستونزې مې ګاللي دي
خلک مې تر شپيتو کلونو زیات تا ځورولي دي
تا مې انساني هیلې تر پښو لاندې مروړلي دي
تـل دې زمـا ژبې تـه پـه سپک نظـر کـتـلي دي
تـه یـو ښـکـیـلاکګـر یې نـړیـوال اوس خبروم
لاس دې غوڅوم دا خپل ګریوان مې خلاصـوم
بـس دی ای غـاصـبـه پـښـتـون کــــور آزادوم
* * * * * * * * * *
سـتـا له شرارته اور اخیستی دی افغان هیواد
لروبر دې وسیـزه شـریـره اورې نـه فــریـاد؟
ستا په شانته نشته په نړۍ کې بل مکار شیاد
موخې دې پلیدې دي هر چیرې خپروې فساد
نـوره ساده ګي بـس ده دا خـپل ولس ژغورم
لاس دې غوڅوم دا خپل ګریوان مې خلاصوم
بـس دی ای غـاصبه پـښـتـون کــــور آزادوم
* * * * * * * * * *
زه مې خپل تاریخ لرم او خپل مې روایات دي
تا رانه پردي کړل ارزښتونه مې ډېر زیات دي
وژني آزادخیالي که وزیـر دي که د سوات دي
تا ترهګر روزلي اوس پوځي دې عملیات دي
ځه له پښتونخوا که نه، دوه سترګې دې باسم
لاس دې غوڅوم دا خپل ګریوان مې خلاصوم
بـس دی ای غـاصـبه پـښـتـون کـــور آزادوم
* * * * * * * * * *
وایمه په زغـرده چې پـښتون تــرهـګـر نــه دی
تــا راوړی دا سـاري مـرض له بـل کاله (۱) دی
پـاک له چـټـلۍ سـپـيـڅـلی کـور د پـښتـانــه دی
نـه کـړي د غلیم بې عزتي دا خوی یې ښـه دی
چـا لـوسـتـی تاریخ د عـجـب خان تـپوس کوم؟
لاس دې غوڅوم دا خپل ګریوان مې خلاصــوم
بـس دی ای غـاصـبـه پـښـتــون کـــور آزادوم
* * * * * * * * * *
زه سوځنده شور یم راجګ شوی پښتونخوا کې
ګرځم په هـر کلي په هـر ښار بـاڼـډه بـیـدیـا کې
کړم د خپل لوټ شوي حق پوښتنه غږ رسا کې
نـه کـړم تـشـدد یـم سـولـه یـیـز خپله غوغا کې
سم د پـاچـا خـان او شـهـیـد خــان پـر لاره ځم
لاس دې غوڅوم دا خپل ګـریـوان مې خلاصوم
بـس دی ای غـاصـبـه پـښـتـون کــــور آزادوم
* * * * * * * * * *
دی د «عـلـیـمي» بـاور لـربـر افغان یـو کېږي
بـیـا د تـاریـخي هـیـواد پـرتـم راژونــدی کېږي
حـق تـه د افـغـان دا نـړیــوال هـم قــایـلـیـــږي
تـیـت پـاشـلـي خـلک لکه یـو مـوټـی راټولیږي
دا ویــــده ســاتــلــي خـلک ټـــــول راپـــاڅوم
لاس دې غوڅوم دا خپل ګریوان مې خلاصوم
بــس دی ای غـاصـبـه پـښـتـون کــور آزادوم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) کـور
دوه رنګيبشپړ شعر ولولئ
دوه رنګي
عظم الدين عليمي
خولو کې يې تش مينې د جانان دي
زړونو کې يې ګټې د خپل ځان دي
عشق د ګلبڼونو د بلبل کار وي
تور کارغان مين په غټ ډيران دي
وخت د مکاريو فريبونو شو
دلته ډېر لوړپوړي مکاران دي
ژمنې همېش کړي د ولسي خدمت
وايي خادمان يو تور ماران دي
تل يې جهاد ” في سبيل الله ” ګڼه
غواړي امتياز اوس مفسدان دي
ګډوډ کړي ثبات د ټولنيز نظام
يو نه دی څو تنه پاچاهان دي
شوم نيتونه شومې ارادې لري
څنګ کې يې ملاتړي بهرنيان دي
خلکو د وطن سره يو موټی شئ
سترګې ډيرې بدې د زمان دي