د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالله خيال

د عبدالله خيال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

څــــــــــــــلیبشپړ شعر ولولئ

څــــــــــــــلی

عبدالله خيال

تېروتلی يـــــې اغيــــاره تا لانه يــــــــم پېژندلـــــی
زه جـــــــوړ سوی له غروره دنړۍ پرمــخ يو څــلـی
زه لــــــــه فتحې زېږېــــــدلی ، دبري په نامه پايـم
دتاريخ په ا ئــــــــنه کې چــــــــــا پرشا نه يم ليدلی
زه اميد دخپل اولس يم زه دپت عزت سمبول يم
ماله وينو رنګ اخيستی پر اسمان يم ځلېدلـــی
زه سرلوړی کندهار يم هر بچی مــــې ابدالي دی
هره پېغله مــــــــې ملاله هرميدان مــې دی ګټلـی
چاچې ته يې رالېږلی زمـــــا و مــــــــخ ته درولــی
لږڅه وپوښته هغو، نه هغو مټ دی ازمـــــــويلـی
داسې ډېرو ملا تړلي ددې (څـــــــــــلي) نړېدوتـــه
لاتروسه په سلګودي چاچې زما زور دی ليدلـی