د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ګل اغا احسان ( کندهار )

د ګل اغا احسان ( کندهار ) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

ارمانبشپړ شعر ولولئ

ارمان

ګل اغا احسان ( کندهار )

ارمان

يو څوك مي وژني هره شـــــــــــــپه ټولي خېمي لټوي
لــــكه رڼـــــــا، چي څراغونه او لمـــــــــــبې لټـــــــــــوي
كاشكې د لمر په خوا مي كور واى ما به نور پېژنده
زما لېــــــــــــــــمې د تورو شپوپه غېږكي شپې لټوي
د باد سړه څــــــــــــــــــپه مي ودرېده پر څيري ګرېوان
زما دهيلود ارمـــــــــــــــــــــــــــــــــــان هغه شېبې لټوي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل اغا احسان ( کندهار )

غزل

چه له وهمه يي دغره زړګئ خوځيږي

زه بې څه خاوري ، ايرې و زور ته يووسم

له خپل سيوري نه ډاريږم زمری نه يم

چه اوبه پر ځای د خاورو اور ته يوسم

چه شرف يې د سترګک پرمېنه ښکارسي

کومي سترګي د حيا و کور ته يووسم

و الله هر ځل يې پت خلګ پايمال کړي-

که هر څو مي زړه د زړوڼو پلور ته يوسم

زما د سيوري مېرڅمن ته دي سلام وي

چه ترې مات ټېک له ميدانه ګور ته يووسم

________________________

غزل

زما د عشق په فلسفه کښي د ناروغ منطق رازونه

څاڅکي څاڅکي ړوڼي اوښکي د رنځور پرهار دردونه

هلته شين بڼ چولاوه سي، سره ګلان له تندي ومري

دلته هار او ګرېوان وشلوي د اوښکو سيلابونه

د څک څک اوښکو مين يم د خندا را سره څه دي

پرېږدئ ما او شمعه بَله چه پرې طۍ کړمه مزلونه

پرون راغلمه نن ځمه ، خدای خبرچي سبا چيري

مسافر د ورکي لاري لڅي پښي اخلم ګامونه

دلته ، هلته ليونی شوم ، مګر نه تښتم له ښاره

هسي نه را نه په تنګ سي د بيابان غرونه - رغونه