د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عصمت الله زهير

د عصمت الله زهير پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عصمت الله زهير

ناست شاړو قبرو ته د رنګو سړى

اوسي په لمبو کې د اوبو سړى

ناز به دې څوک اخلي د وړو شونډو

ښار کې پاته نه دى د کيسو سړى

پرېږده د مقتل لارې ودانې سي

شو بې اعتباره د سجدو سړى

ژړ فصلو کې اوسو د خوږو دردو

کډه سو وختي د دې کوڅو سړى

ژوند ورپورې ټوکې ډېرې کړې دي

څوک دى بې څرمنې، بې لاسو سړى.