د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سعيد زابلى- غوړه مرغه- زابل

د سعيد زابلى- غوړه مرغه- زابل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سعيد زابلى- غوړه مرغه- زابل

له چا فتوا واخلو، له چا سره غزا وكوو
توره په لاس كې يو حيران، څنګه بينا وكوو
قاتل چې راشي زموږ په كلي كې وژنه وكړي
زموږ په وس كې نه وي څه، مړه ته دعا وكوو
د قدرت مخكې مو له قام سره وي ډېره مينه
چې شو واكمن، نو ظلم ښه بې انتها وكوو
خلك اختر كې په غويو پسې چړې راكاږي
زموږ په كور كې بل څه نه وي، نو حلوا وكوو
ياره سعيده! نن ورځو خو ګوره پام به دې وي
كه يار ښكنځلې كې راسر، موږ به موسكا وكوو.