د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صاحب ګل فرهاد

د صاحب ګل فرهاد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صاحب ګل فرهاد

هم د چنار، هم د نښتر ګلونه
ټوكېږي بيا پر سمه، غر ګلونه

زه به دا ستا كوڅې په ګلو، ګل كړم
كه چېرې راوړل سوداګر ګلونه

زموږ په كلي كې به بيا وړيا شي
سپرلى به راوړي بختور ګلونه

چې ليلا بيا په وربل ګل وټومبي
سپرليه! شنه كړه پر ګودر ګلونه

سپرليه! راشه بيا ټكور ټكور كړه
د ځوږو زړونو د پرهر ګلونه

فرهاده! هله به سپرلى شي پر ما
چې كړمه ښكل د پېښور ګلونه.