د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکتر کامران وزيری

د ډاکتر کامران وزيری پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

پسرلـــــــــــــــــــــــــــيهبشپړ شعر ولولئ

پسرلـــــــــــــــــــــــــــيه

ډاکتر کامران وزيری

ټولو افغانانو ته نيکمرغه او هوسا نوی کال غواړم٠

پسرليه

زه ميکده کی
ستا په لټون
سری سترګی وچی شونډی
ستا دياد پياله تشه په لاس لرم
زه پری خمار يم
زه يی نورو سره نه جنګوم زه يی په ډکه پياله نه بدلوم
ښکلی ساقی
چی زلفې
د لمر وړانګو
طلايی وږو په څير
کاوڅی کړی
او د سپوږمی په رڼا
بربڼداسمان کی
لکه ناوی
په سرو ګلپاڼو سينګار ده
زما تشه پياله
په خپله مينه
ډکول غواړی
خو زه ،
ستا په ياد هغه پياله ماته کړم
بيا خيال کی
د لمر پلوشی ټولوم
د سپوږمی د رڼا څاڅکی
د غاټول داغونه
زما د زړه وينی
او دا د سترګو اوښکی
ستا د سپينی خولی په تمه د ياسمينو په پياله کی
ځانته تری پيمانه جوړوم
او تل
د تسکين په خمار
مست ګرځم