پښتو ادب · شاعران
سعيدلودين -ټورنټو کاناډا
د سعيدلودين -ټورنټو کاناډا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
اميــــــــــــــــــــــــدبشپړ شعر ولولئ
اميــــــــــــــــــــــــد
سعيدلودين -ټورنټو کاناډا
اميد
زه مي د ميني
د اميد
او په اخلاص يو لګولې شمعه
په ها خاورينه کوچنۍ پياله کي
د ګنګاه رود
پر هغه لويه
او خاموشه څنډه
اوبو کي ږدم
په خپل لاسو ورته څپې جوړوم
د رود په غېږه يې کرار ورکوم
وايم چي ګوندي
زما د ميني
د اميد
دغه کوچنوټې شمعه
د رود په توره او وحشي غېږه کي
د ابدي تورتم تياره مخلوق ته
رڼا ور ورسوي
او زموږ د وچو و لندو خالق بيا
زموږ و تياره ښار ته
رڼا ورکړي
څراغ راولګوي
ما خپل کړي