پښتو ادب · شاعران
سلطان احمدزئ پکتيا
د سلطان احمدزئ پکتيا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سلطان احمدزئ پکتيا
كه مينه عامه نشې خو يوڅوكې به ښكاره شې
په سترګوكې ،كه پټه شې په زړو به ښكاره شې
جانان دوخت تيارو كه رانه پټ كړ په نيكاب
دلال غوندې به روڼ وي په ايروكې به ښكاره شې
ښايست كه هر څو ورك شې لكه ورك مرغ هما
دستادتورو سترګو ائينو كې به ښكاره شې
دحسن نازكۍ يې رانه څه پوښتي ياران
زما دګل غزل په رنګينوكې به ښكاره شې