پښتو ادب · شاعران
کاندېد اکادميسن استاد محمد انور نومېالی
د کاندېد اکادميسن استاد محمد انور نومېالی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
را به سو د بر ېتانيې تاريخی ډېموکراسۍ تهبشپړ شعر ولولئ
را به سو د بر ېتانيې تاريخی ډېموکراسۍ ته
کاندېد اکادميسن استاد محمد انور نومېالی
د عبدالمجېد رالېږنه
وای پخه ډېموکراسي ده
د انگرېز پرملک چليږي
د ژوندون غوټۍ ئې ټوله
په همدې کيلي خلاصيږي
د ډېرېو عدالت دی
حق و هر چاته رسيږي
لږ هم حق لري د رايي
د چا حق نه خوړل کيږي
ازادي د ژوند اساس دی
په گوندو اداره کيږي
د چا خوله نه ده تړلې
هلته هر څه بېانيږي
ډلي سته شخړي ېې نسته
خورا ښه سره چليږي
نه توپک ته ضرورت سته
نه ترور ته څوک اړيږي
پر لانجو د عقايدو
خلگ نه سره جنگيږي
مذهب بېل دی له سياسته
ټکرونه نه پېښيږي
هسي لار د تمدن ده
چي قومونه په ښاديږي
غرندک د غرتو ډک يې
په ستاېنه نه مړيږي
کې له ما پوښتی ملگرو
دونه سد مي په رسيږي
چي درواغ ـ رشتيا د ټولو
په آېرلنډ کي معلوميږي