د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حکيم روان – هالنډ

د حکيم روان - هالنډ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

دوطن بچو !بشپړ شعر ولولئ

دوطن بچو !

حکيم روان - هالنډ

که په جنت کې پښتو نه چلېږی داسې جنت زما په کار نه دئ

چې د ارمان په لوری نه خوځېږی هسې تېزن دئ زما ېار نه دئ

چې په ډغرو کې ترئ تم وی زما د کلی او د ښار نه دئ

چې د منصور په شان همت نه لری هر څوک لاېق د هغه دار نه دئ

چې زړه ېې تش وی د وطن له درده زما د ړنګ کلی چنار نه دئ

چې ېرغمل ېې د وطن لېلا کړه ته وا لا پړئ دئ ښامار نه دئ

تورې ته لاس کړئ د وطن بچو! بېړه کړئ ژر شئ وخت د وار نه دئ