د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالواسع انتظار

د عبدالواسع انتظار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

رښتین مو څه شوبشپړ شعر ولولئ

رښتین مو څه شو

عبدالواسع انتظار

هغه الفت هغه خادم هغه رښتین مو څه شو

هم بینوا هم حبیبي دزړه تسکین مو څه شو

چې افتخار و دافغان خاورې ملت لپاره

پوهاند رشاد غوندې دگلونه نیازبین مو څه شو

دوی شپه او ورځ په ځان یو کړې وه ملت لپاره

دامئینان دخپلې خاورې او د دین مو څه شو

په سترگو نه وینمه هغه مئینان دخاورې

ورپسې ړوند شومه دسترگو هغه سپین مو څه شو

څنگه به نوي بختوره د"افغان" له نومه

لوی نابغه دشرق دخاورې بهترین مو څه شو

مونږ دپردو فکر محصول یو دسبا لپاره

په خپلو مټو مو باور هغه یقین مو څه شو

ولې دحق او دباطل په منځ کې فرق نه کوو

سترگې مو ولې پټې شوي دي حقبین مو څه شو

ای" انتظاره" لږ ددې خاورې عزت لپاره

هغه اعزاز هغه وقار او افرین مو څه شو