د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سياه موی ساده

د سياه موی ساده پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

په اغزو کې ښکلابشپړ شعر ولولئ

په اغزو کې ښکلا

سياه موی ساده

زه يو ستوری تر سبا وای

د جـانان د خولې خندا وای

زه د ستـــورو په کتار کې

يو ځلانده شان بريښنا
وای

له غمـــــــــونو ډېره ليرې

د
نازونـــــــــو يو ادا وای

يا د اوښــکو سمــندر وای

يا دچا د خولې مُسکا وای

يا د ګلــــــو يو بورا
وای

يا اغزو کې يو ښکلا وای

د دنيا
په کـــار و بار کې

د"ساده" غوندې وفا وای

اوښکې او مُسکابشپړ شعر ولولئ

اوښکې او مُسکا

سياه موی ساده

جانانه زه دې د نازونــــو طاقت نه لـــــــرمه

ځکه
خو ستا هرې ادا سره مې اوښکې راځي

لـــه ډېره وخـته دې محــــرومه
له ديدنه يمــه

ځکه خو ستا هرې خندا سره مې اوښکې راځي

خوښي مې نشته هميشه داسې غمـــــونه زغمم

دزړګي درد او ساړه اه سره مې اوښکې راځي

له ډېره درده مې په شونډو کې مسکا وچه شي

هـرې وړې وړې ژړا سره مې اوښکې راځي

جانانه کله چې دا ستا
خوږ نوم په خوله راوړمه

د تورو سترګو له حيا سره مې اوښــکې راځي

"ساده" یم ځـــــــکه هميشه داسې شعرونه ليکم

بيا د ويلــــو له ښــکلا سره مې اوښکې راځي