پښتو ادب · شاعران
داکتر حسن-
د داکتر حسن- پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
نوره تر زخم تویده له زړه نهبشپړ شعر ولولئ
نوره تر زخم تویده له زړه نه
داکتر حسن-
کله راتله کله وته له زړه
نه
جینۍ کمکۍ وه ویریده له زړه نه
ماویل دغاړې غړوندی به ئې کړم
لکه هوسۍ دا
ترهیده له زړه نه
مینه مې ستا په ګلا بي تصور
لکه شبنم راوریده له زړه
نه
خولې ته مې راوړه ستا دمیني کیسه
نوره تر زخم تویده له زړه نه
وه مجازي هره لمحه
دقرار
لکه سراب چې تښدیده له زړه نه
زما ئې چې وخوړې دانې دهیلو
لکه کوتره والوته له زړه نه
لکه چې خوب دسودائي په سر شي
نه تم کیده نه مې وته له زړه نه
په ګوتو
نه درتله (حسنه)تاته
شنه زرغونه وه زنګیده له زړه نه