د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

داکترذبیح الله حسن -لندن

د داکترذبیح الله حسن -لندن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

داکترذبیح الله حسن -لندن

هسې ئې نه راتله په خو له خبره
سترګو ئې کړه راته دزړه خبره
نور مې د څه په تمه ساتې ژونده
بس ده راغبرګه کړه اوږده خبره
جانانه مکړه لکه شمع راته
په اوښکو اوښکو کې لمبه خبره
چې بدرګه دکړ انکار په مسکا
څومره خوږه دکړه ترخه خبره
جرګه داوښکو مې ستنه کړه بیرته
هسې بیځایه اوږدیده خبره
په خوله ئې ویل چې وخت بدل شو اشنا
مسکي نظر ئې کړه زړه خبره
زړه مې دې غوښت درنه دزړه په بدل
هسې دګرانه کړه ساده خبره
منم چې هر څوک خندولی نشي
وي د(حسن) لکه ائینه خبره