د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عزت الله پېژاند – کابل

د عزت الله پېژاند - کابل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

پرديسيبشپړ شعر ولولئ

پرديسي

عزت الله پېژاند - کابل

زه د خپل ژوند په شاني ستړی يمه
زه لکه وچه پاڼه
له شنه بهاره وروسته
د وخت بادونو بېله کړې يم له خپلې ونې
دلته خپل کور، دلته خپل اور نه لرم
په دغه ډک د خلکو ښار کې خلکو
هيڅوک په شان د خپلې مور نه لرم
دلته څوک نشته چې د درد پېټي مې
د زړه له سره په کيسو ايسته کړي
دلته څوک نشته چې د روح خيرې مې،
د ملالۍ په څو ټپو ايسته کړي
دلته چې هرڅونده ناوخته و جونګړې ته ځم
د خپل اطاق له دروازې پرته مې
څوک په تروږمۍ کې انتظار نه کوي
دلته له ګونګو دېوالونو پرته
له ما څوک نه پوښتي د لوږې کيسه.
سهار وختي له ستړي خوبه وروسته
د پوهنتون پرلور ګامونه اخلم
تر ستړو پښو لاندې مې،
بس ګنګل شوې واوره،
زما د ژوند غوندې زګېروي پيل کړي
هرڅوک خپل کار پسې ځي
دلته څوک نشته چې مې وپوښتې په نرمه ژبه؛
که دې ډېر يخ کېږي دا زما څادر پر ځان واچوه
دلته خپل کور، دلته خپل اور نه لرم
په دغه ډک د خلکو ښار کې خلکو
هيڅوک په شان د خپلې مور نه لرم.
عزت الله پېژاند، کابل
2006/12/10

څېـــــړنهبشپړ شعر ولولئ

څېـــــړنه

عزت الله پېژاند - کابل

که زه له سره هست شم،
او ماته خدای د خپل ژوندون واګې په لاس کې راکړي،
نو زه به ټوله ژوندون،
په دې څېړنه تېر کړم
چې مينه څه ته وايي.

06_10_30