پښتو ادب · شاعران
داکتر فیض الله ثاقب
د داکتر فیض الله ثاقب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
داشنا نازونهبشپړ شعر ولولئ
داشنا نازونه
داکتر فیض الله ثاقب
داشنا نازونه
دا ستا نازونه اشنا زما آهونه ښه دی
ستا په
سروشونډو مسکا زما دردونه ښه دی
چی رغوی می راته د خوگ زړگی ټپونه
خوږه جانانه دا ستا خواږه
یادونه ښه دی
چی دیادونو شمعی دی تل روښانه ساتی
د بیدیدو نه خداییگو چی شبگیرونه ښه دی
چی د انکار په توره د هیلو جرړی باسی
په خوږه ژبه دیار دا ځوابونه ښه دی
د لړمانه په
ټپو باندی چی مالگی پاشی
ستا د ښکاری مژگانو دا گذارونه ښه دی
د زړه په وران کنډر کی لاری
کوڅی جوړوی
د یار د سترگو گوټ کی دغه سوالونه ښه دی
په یوه نه باندی چی یو ناامید افسوس شی
سلگی او اوښکی اشنا دا منتونه ښه دی
دا په کلونو باندی یو ځل رښتیا چی نه شول
ستا د صیادو سترگو
درواغ لوظونه ښه دی
ددی ټپونو څړیکی تل مدام ساتی ژوندی
دغمازانو لمسون او ستمونه ښه دی
په زخمی زړه د ف- ث باندی ملهم لگوی
دا میخانه او ساقی دغه جامونه ښه دی