د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

تواب الدين غورځنګ

د تواب الدين غورځنګ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

تالانبشپړ شعر ولولئ

تالان

تواب الدين غورځنګ

غر يې وژلی او دا کاڼي يې په زور را وړي
عجيبه خلک دي، غمي يې له خپل کور راوړي

خدايه دا تاو د جهنم دی او که سيوري حلال
نن خو دې، لمر واړه رګونه لکه اور راوړي

که دا نړۍ د لاس ورغوی شي توپير يې نشته
ما خو ويلو ته ان ټکي هم په پور را وړي

ز ه د ويرونو او غضب د تودو شپو لارښود وم
ژوند اوس سوړ شوی څراغونه مې تک تور راوړي

د دې نړۍ د هرې پېښې زړه له وينو ډک دی
ارواوو پام! چې پيغامونه يې له ګور را وړي

د زمانې دغه ړوند عدل به تر څوچليږي؟
ژبې يې پرې کړې او سرونه يې له شور راوړي

طنين -------بشپړ شعر ولولئ

طنين -------

تواب الدين غورځنګ

د افغانستان لوی شاعر سليمان لايق ته!

طنين
د
سړې بېديا له غيږې
په تودو لارو روان شوې
جبر سيوروکې ساتلې
درڼو هڅو عنوان شوې
د سره اور طواف دې
وکړ
دکنګل جهان په زړه کې
د سپرغو بنۍ دې تاو کړه
دتياره شيبو ولکه کې
د وطن په هرطنين دې
دچو نغر رګونه
پرې کړل
د ولس په سپين آواز دې
د تور شر رګونه پرې کړل
يو سمبول د هويتوشوې
دشنو لړو په سنګر کې
جنګيالی
مو د پايښت شوې
د سرو شخړو په ډګر کې
مدعي مو د وجود شوې
د وېشنو په زمان کې
تعهد د شتون دې وکړ
د ورکوالي
په امکان کې
ته امام د سحرو شوې
دبې پايه شپو په کورکې
ويښ استازی دپاڅون شوې
ديو کلک بهير په زورکې
حرکت
ته دې غږ وکړ
درکود په وچ پيکر کې
د بدلون فکر دې هست کړ
د ويدو خلکو په سر کې
تا د ستړو لارې پل کړې
شوې همراز دتکلونو
توپانونه دې کابو کړل
شوې اياز دګهيځونو
حماسه د غرودې رنګ کړه
دپښتون په ارمانونو
دقهرو لړۍ دې پرې کړه
د هوډګرو په لاسونو
د سر کښو خوځښتونو
د څرګندو لارو يون شوې
په بې نومه اوسيدوکې
د
تاريخ ، تاريخ ازمون شوې
مقدسه فلسفه دې
ديو خدای له ذکره جوړه
د ژوندون هره غوټه دې
له پيکار له فکره
جوړه
په تعريف کې نه ځايېږې
له هويت ستره لايقه !
هر يو نوم درته کوچنی دی
په چونغر بره لايقه !

خوست

( ٢٧_ چنګاښ _ ١٣٨٦)

د څيټي غره ته!بشپړ شعر ولولئ

د څيټي غره ته!

تواب الدين غورځنګ

د څيټي غره ته!
دڅښتن دخلقت زوره
دثبات د دوام پوره
دهوارې
نړۍ شوره
په کنګل ځمکه کې اوره
دسپينې ژوند په مانا توره
په داستان، داستان ماموره
ته دتيږو له ټبر
يې
دسکون بې پايه غريې
ستا دهر کړنګ په زړه کې
دشلو تکو سينه کې
دځنګلو لو پټه کې
د ارام په اوازه
کې
لويۍ په حماسه کې
دپايښت په سره هسته
کې
دتاريخ، تاريخ ازمون دی
د
کيسو ابدي يون دی
ستا په پرخو کې اورونه
ستاله غاړو تاو قهرونه
ستا په ډډو تېر جنګونه
ستا د غېږې ماښا م
ونه
ستا له زړه وتي تاوو نه
ستا دشان واړه رنګونه
سلسلې ديوازل دي
ليوالتيا وې دتکل دي
ته په
خپل تعريف کې تنګ يې
له هويت سره په جنګ يې
د هستۍ دلوړو رنګ يې
په شتوالي کې د ننګ يې
دقوت، قوت پالنګ
يې
پدې خپل سکون کې زنګ يې
اې په غرونو کې رهبره
دتوپان، توپان دلبره
ته پيکر د حادثو يې
ته
اساس د خوځښتو يې
ته ايډيال دارما نو يې
ته مؤلد د سحرو يې
ته قاتل دبد شپو يې
ته لارښود دقافلو يې
اې
په هسکو کې سرتاجه
دپرتم لوړه معراجه

خوست